کور / د ماشومانو نړۍ / په کندهار کي د عقرب مياشتي د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل سو

په کندهار کي د عقرب مياشتي د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل سو

د دوشنبې په ورځ په کندهار ولايت مقام کي د عقرب د مياشتي د پوليو کمپاين پيل سو، د پوليو د پيل په مراسمو کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب، د عامي روغتيا وزارت سلاکار هدايت الله ستانکزي، د کندهار د عامي روغتيا رئيس او د يو شمېر مرستندويه مؤسساتو استازو ګډون پکښي کړی وو .

د پوليو پر ضد د واکسين کمپاين پرداسي مهال پيلېږي چي په کندهار کي د پوليو مثبتي پېښي ثبت سوي دي.

په ټوله کي په هلمند، کندهار او اروزګان ولايت کي تر ټولو زياتي د پوليو مثبتي پېښي ثبت سوي دی.

په کندهار کي ددې کمپاين د پيلېدو په مراسمو کي مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل : پوليو فلج کوونکی مرض دی او د دغه خطرناکه مرض پر وړاندي مبارزه د هر فرد ملي مسؤليت دی.

نوموړي پرټولو والدينو باندي ږغ وکړ چي د دغه ډول خطرناکه مرضونو پر وړاندي مبارزه وکړي او خپل راتلونکي نسلونه له فلج او نورو ستونزو څخه وساتي .

د عامي روغتيا وزارت سلاکار هدايت الله ستانکزي وويل : د پوليو د واکسين کمپاين له نن ورځي څخه پيل او د راتلونکي جمعې تر ورځي پوري به چي ۵ ورځي په بر کي نيسي دوام وکړي، نوموړي پدې پرخه کي پر ټولو والدينو او ملا امامانو ږغ وکړ چي د دغه کمپاين اړوند دي له صحي ټيمونو سره همکاري وکړي او هغوئ ته دي اجازه ورکړي چي کور په کور وګرځي او ټولو ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسين ورکړي .

ښاغلي ستانکزي د ټولو وسلوالو څخه غوښتنه وکړه چي د پوليو د واکسين په تطبيق کي دي له دوی سره مرسته وکړي ، نوموړي په دې برخه کي د ملا امامانو څخه هم وغوښتل چي د پوليو اړوند دي خلګ وهڅوي چي د خپلو راتلونکو نسلونو د بقاء او پايښت سبب جوړ سي .

پوليو د ټولي نړۍ په تقريبا دريو هيوادونو نايجيريا، پاکستان او افغانستان کي پاتي ده، چي د پوليو ضد واکسينونه هم په همدې دريو هيوادونو کي ورکول کېږي.

په پاکستان کي د پوليو ضد کارکونکو پر وړاندي د وسلوالو بريدونه ددې لامل سوي چي په ياد هيواد کي د پوليو ضد پروګرام ټکنی کړي او لا تر ډېره ماشومان له دې واکسين څخه بې برخي دي.