کور / رسنۍ / د انګلستان تعليمي اسناد

د انګلستان تعليمي اسناد

دویمه برخه

عبدالله وردک

انګلستان – نومبر – ۲۰۱۸

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

د انګلستان په پوهنتونو کې، محصلین، د زده کړې، په آخریني کال کي د (Final Year Project)، په نامه یو مضمون لري، چې د هغه اهمیت، د ۲ مضامینو، د اهمیت سره برابر وي.

کله چې محصلین آخري کال ته کامیاب شي، نو د اوړي د رخصتۍ نه مخکې، دوی ته د مسىٔول استاد پذریعه، د دوی د آخري کال د پروژې په هکله مکمل معلومات ورکول کیږي. محصلینو ته په واضح ډول ویل کیږي، چې د اوړي په رخصتۍ کې د خپلو پروژو په هکله فکر او څېړنه وکړي. ځینې محصلین، دغه د مسىٔول استاد توصیه،  ښه جدی نیسي، او د خپلې پروژې په هکله، د اوړي په رخصتۍ کې ښه په غور سره علمي څېړنه کوي.

د آخري کال پروژه دغه لاندې ۳ مرحلې (Phases) لري.

۱- لومړی مرحله (Phase-1):

پدغه مرحله کې شاګردان، د خپلې پروژې پیشنهاد (Proposal)، په خلاصه ډول خپل استاد ته وړاندې کوي. پدغه پیشنهاد کې د پروژې، عنوان او اهداف باید په واضح توګه واضح شوي وي.

همدارنګه، محصلین د یوې لنډې مقدمې په ډول، د دغې پروژې د ضرورت په هکله، په واضح توګه اشاره کوي، او دغه پیشنهاد شاید ۲ صفحې وي.

د پروژې د هدف د واضح کولو دپاره، غواړم، دغه مثال وړاندې کړم.

فرض کړی، چې یو څوک حج ته ځي، نو د دغه سړي، اصلي هدف (Aim) حج کول دي، او د دې حج د سرته رسولو دپاره ډېر نور واړه واړه کارونه (Objectives) هم باید سرته ورسول شي. دا پدې معنا، چې لازمې روپۍ، ویزه، تکت، د استوګنې ځای، او داسې نور کارونه هم، باید د حج د اداء کولو دپاره، سرته ورسول شي.

کله چې د پروژې، Proposal، استاد ته په رسمي توګه ورکړل شو، نو بیا شاګرد، خپل علمي ریسرچ ته ادامه ورکوي. همدارنګه، شاګرد د خپلې پروژې د استاد (Supervisor)، سره په هفته کې یو ځلې کتنه لري، چې په هغه کې شاګرد، خپل استاد ته د پروژې په هکله معلومات ورکوي، او استاد، لازمه لارښوونه ورته کوي.

هېره د نوي، چې شاګرد د دغې مرحلې په آخر کې یو لنډ راپور ترتیب  کوي، چې پدغه راپور کې د پروژې د سرته رسولو په هکله، معلومات او پلان وړاندې کیږي، او دغې لنډ راپور ته (Definition Report)، وایي.

د شاګرد خپل مربوطه استاد دغه راپور ښه په دقت سره لولي، او خپل نظر د (Feedback)، له لارې په لیکلې بڼه، شاګرد ته وړاندې او ورسره بحث کوي، او د دغه راپور اهمیت لس فیصده وي. بیا دوهم استاد، دغه راپور ښه په دقت سره لولي، او دغه دواړه استادان، بیا د آخري نمرو په هکله په ګډه فیصله کوي.

دویمه مرحله (Phase-2):

پدغه مرحله کې شاګردان باید خپل ریسرچ ته ادامه ورکړي، او کېدای شي، دوی بهتره طریقه پیدا کړي. د شاګردانو پوهه، د خپلې پروژې په هکله، باید له یوې ورځې څخه بلې ته پرمختګ وکړي. شاګردان پدغه مرحله کې د خپلې پروژې په هکله، زیات معلومات لاسته راوړي. شاګردان کولای شي، چې د خپلې پروژې هدف، او طرزالعمل ته تغیر ورکړي، او دا ځکه، چې شاګردان، پدغه مرحله کې، د خپلې پروژې په هکله، زیات دقیق معلومات لاسته راوړی وي. دوی کولای شي، چې د پروژې په هکله خپل نظر بدل کړي، او هغه باید په ښه ډول تعین کړي.

د یادولو وړ ده، چې شاګردان، لدې مرحلې نه وروسته بیا خپله پروژه نشي بدلولای.

شاګردان، د دغې مرحلې په آخر کې یو راپور خپل استاد ته لیکي، او پدغه راپور کې شاګردان، خپله پروژه ښه په واضح توګه تشریح کوي. دغه راپور ته (Progress Report) ویل کیږي، او دغه راپور هم لس فیصده ارزښ لري.

پدغه راپور کې د شاګرد پرمختګ، د هغو د پروژې په هکله په جدي توګه، مدنظر نیول کیږي، او شاګرد باید په لازمه اندازه کار سرته رسولی وي. دا پدې معنا، چې شاګرد باید، د دغې مرحلې په آخر کې، خپله پروژه ښه پېژندلې وي، او د هغو په هکله یې پوره علمي معلومات، لاسته راوړی وي.

درېیمه مرحله (Phase-3):

دغه مرحله، د عملی کارو د اجراء کولو وخت دی. دا پدې معنا، چې پدغه مرحله کې، شاګردان، باید هغه څه چې ویلي او لیکلي، هغه په عمل کې پیاده کړي. دوی د خپلې پروژې لازم مواد اخلي، او په ابتدایي ډیزاین شروع کوي، او هغه بیا د (Simulation Package) پذریعه امتحان کوي، چې آیا دغه ډیزاین، سمه نتیجه ورکوي، او کنه؟، او دغه کار ته تر هغه پورې ادامه ورکوي، چې تر څو هغه په زړه پورې نتیجه له خپل ډیزاین څخه لاسته راوړي.

کله چې ډیزاین ثابت شو، نو بیا محصلین، د هغه په جوړولو، شروع کوي، او دغه د جوړولو مرحله، ډېر پوره، سم او دقیق معلومات ته ضرورت لري.

وروسته، شاګردان باید، د خپلې پروژې د امتحان کولو دپاره یوه امتحاني ستراتیژي، جوړه کړي، او د هغو پذریعه، خپله پروژه امتحان کړي، تر څو معلومه کړي، چې مربوطه پروژه، همغه نتیجه ورکوي، چې یوه شاګرد، په لومړي وخت کې ادعا کړې وه، او کنه؟ ټول شاګردان، د دغې مرحلې په آخر کې، د خپلې پروژې په هکله یو مکمل راپور ترتیب او په لیکلي توګه وړاندې کوي. پدغه راپور کې، شاګردان، خپلې لاسته راوړنې، او نیمګړتیاوې، په ګوته کوي. شاګردان باید، د خپلو نیمګړتیاوو دپاره، د قناعت وړ ځوابونه او دلیلونه، وړاندې کړي.

هېره د نوي، چې دغه آخرینی مکمل راپور ۷۰ فیصده ارزښت لري، او دغه راپور هم، د ۲ استادانو پذریعه کتل کیږي، او لازمې نمرې ورکول کیږي.

د یادولو وړ ده، چې بیا ټول شاګردان، خپلې پروژې، نورو داخلي او خارجي مېلمنو ته په یوه معینه ورځ، چې هغو ته (Poster Day)، وایي، ورښکاره کوي. پدغه ورځ ټول شاګردان، استادان، او د خارجي مؤسسو او کمپنیو نفر برخه اخلي، او ټول کولای شي، چې د شاګردانو څخه د دوی د پروژو په هکله پوښتنې وکړي.

ډېر امکان لري، چې ځینې شاګردان په همدغه ورځ، خپلو ځانو ته، په ځینو کمپنیو کې، وظیفې پیدا کړي.

د پام وړ ټکي:

شاګردانو ته د آخري کال پروژه ډېره مهمه ده، او دوی له هغو څخه ډېر ګټور شیان زده کوي.

شاګردان له دغو پروژو څخه، د لیکلو، تحلیل، او امتحان کولو، لازم مهارتونه زده کوي.

همدارنګه، شاګردانو ته په خپل لاسته راوړي علم د اعتماد مهر لګوي، او د ښې پروژې، سرته رسول، ډېره خوښحالي، شاګردانو ته وربښي.

په پای کې، غواړم چې دغه مهم ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې تر کومه پورې به مونږه، د نورو لاسته راوړنې، خپلو خلکو ته وړاندې کوو!؟ کاشکي، دغه فکر هم ولرو، چې الله(ج) د هغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، د نړۍ نورو خلکو ته وړاندې کړي.

همدارنګه، زه یو ځل بیا دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، په ډېره عاجزۍ د دعا دپاره پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com