کور / راپور / هلمند کي د وژل سویو خبریالانو لپاره دقران کریم ختم او دعاګاني  وسوې.

هلمند کي د وژل سویو خبریالانو لپاره دقران کریم ختم او دعاګاني  وسوې.

په تیرو لسو کلونو کي په دې ولایت کي شپږ تنه خبریالان په بیلا بیلو امنیتي او مرموزو پیښو کي وژل سوي، چي تر دې مهاله يې نه  دوسیې څیړل سوې او نه يې هم له کورنیو سره  حکومت او د خبریالانو بنسټونو مرسته کړې ده.

دغه وروستي مراسم  دې ولایت کي د اریانا خبریال ارواښاد نعمت  الله  زهیر ددوهم تلین  په پلمه جوړ سوي وو، چي پرمهال يې دخبریالانو ترڅنګ ګڼ شمیر دیني عالمانو، قومي مشرانو اوځوانانو برخه اخیستي وه او د هغوی پاکو روحونو ته دعاوې وکړي.

د هلمند خبریالان  هر کال د ټولو وژل سویو خبریالانو په یاد  دتلین  په نوم  یوه  غونډه او د قرانکریم  ختم  مراسیم نیسي څو د هغوی یاد ژوندی وساتې او له چارواکو يې حق او د دوسيو څیړلو  غوښتنه وکړي.

ددې ولایت خبریالانو له حکومت او اړونده بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چي په مرموزو پیښو کي د وژل سویو خبریالانو دوسيي وڅیړي او په ټوله کي دیادو خبریالانو له کورنیو  سره مرسته وکړي.

هلمند کي لومړی خبریال عبدالصمد روحاني و، چي لس کاله وړاندي په  لښکرګاه ښآر کي په مرموز ډول ووژل سو او وروستی خبریال نعمت الله زهیر دوه کاله وړاندي لښکرګاه ښآر په څنډه کي د جګړې په کرښه کي د ماین  په چاودنه کي ژوند له لاسه وکړ.

باید وویل چي خبریالان بي طرفه اشخاص دي دکار او فعالیت هدف يې د خلکو غږ پورته کول دي، له ښکیلو غواړو غوښتنه کوو، چي په خوندیتوب کي يې جدي پآملرنه وکړي.