کور / راپور / د کندهار چارواکي: د کندهار – اروزګان د لويي لاري د جوړولو چاري به نن پيل سي

د کندهار چارواکي: د کندهار – اروزګان د لويي لاري د جوړولو چاري به نن پيل سي

تېره ورځ د کندهار مرستيال والي او ورسره مل نور چارواکي د همدې لويي لاري د سور سوخر نومي سيمي ته تللي وه او هلته ئې د ځايي اوسېدونکو او سيمه ايزو چارواکو سره د دغه سړک د رغولو په هکله خبري وکړې.

د کندهار – ارزوګان لويه لاري مسافر د خراب سړک له امله د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چي د مالونو د انتقال پر وخت ‌د ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د دغه لويي لاري مسافر وايي، چي ددوی مالونه تل د لاري د خرابتيا له امله پر ټاکلي وخت مارکېټ ته نه رسېږي او ډېر ځله د بارونو ډک ګاډي پر لار چپه سي چي سوداګرو ته ستر مالي زيانونه واړوي.

د کندهار – اروزګان د لويي لاري د رغوني چاري لا له وړاندي پيل سوي وې چي د ځنډ او خنډ سره مخ دي.

تېره ورځ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وویل : ولايتي اداره هڅه کوي چي د کندهار او اروزګان ترمنځ د غځېدلي لاري د سړک پاته چاري په چټکۍ سره بشپړي کړي ترڅو ژر تر ژره د عامو خلګو په مخ خلاصه او هغوی ورڅخه ګټه واخلي.

 نوموړي وويل : د دغه سړک پاته چاري به سر له سبا پيل او د يوې څخه تر دوو مياشتو پوري به په بشپړ ډول سره پای ته ورسېږي .

د دغي لاري چاري چي څه موده مخکي پيل سوي وې چي د څو مياشتو راهيسي د تدارکاتي ستونزو له امله درېدلي او اوس مهال نوموړې ستونزه له منځه تللې چي کاري چاري به يې سر له سبا پيل سي .

د ښاغلي منيب په خبره : د اروزګان او کندهار ترمنځ د غځېدلي لاري د رغوني چاري ۱۶ کېلومتره بشپړي سوي او ۲۳ کېلو متره نوري يې پاته دي، د هغه په خبره د دغي لاري مالي لګښت ( ۳۰ ميليونه ) افغانۍ دی چي د فوائد عامې د وزارت لخوا ورکول کېږي .

د ۲۰۵ اتل قل اردو مرستيال وويل : د دغي لاري جوړول او ساتنه د ټولو ملي مسؤليت دی.

 نوموړي د دې لاري په جوړولو کي ټولو ته د پوره همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چي پوره هڅه او کوښښ به کوي چي د کاري چارو په وخت کي به د ټولو امنيت ته پاملرنه کوي او ټول کار کوونکي به خوندي ساتي .