کور / خبرتیا او پيغامونه / (ژوند ته دې شفا ورکړه) کتاب خپور شو

(ژوند ته دې شفا ورکړه) کتاب خپور شو

۱ـ کتاب او لیکواله یې:

ژوند ته دې شفا ورکړه –You can Heal Your Life، کتاب د (لویس.ایل.هې) مشهورې امریکایي لیکوالې یو له بهترینو او ډېر پلورل شوي –Bestseller  کتابونو په کتار کې راځي. د ۲۷ اثارو څښتنه لویس. ایل.هې، داسې وخت په نړۍ کې ځلېږي چې خپل دغه یاد شوی اثر یې په ۱۹۸۴ کې چاپ کړ، لومړي چاپ یې په نړۍ کې شاوخوا ( ۵۰) میلیونه چاپ نسخې نوري وزېږولې، د خلکو تر لاسو ورسید او د هغو په ژوند کې یې مثبت تغییر راوست.

د همدې کتاب په اړه (د ځان پر بشپړتیا د پانګونې ادارې) مشر ډېف براون وايي: که په یوه لیرې پراته ټاپو کې وای او یوازې مې کولای شوای یو کتاب له ځان سره هلته یوسم، ما به د لویس هې کتاب( ژوند ته دې شفا ورکړه) ټاکلی وای. دغه کتاب نه یوازې د سترې ښوونکې ګوهر دی، بلکې د یوې سترې ښځې ځواکمن او ډېر شخصي بیان هم دی.

یاد کتاب باندې په ۲۰۰۷زېږدیز کې یو مستند فلم هم جوړ شوی دی، چې یو ساعت او ۳۰ دقیقې دی. که څوک یو وار دا کتاب ولولي او بیا مستند فلم وګوري باور لرم، چې د خپل ژوند سره – سره به یې د نورو په ژوند کې هم تغییر راوستی وي. د لیکوالي په وینا: د خپلو شاګردانو او مراجعینو وهڅولم چې خپل نظریات پر کاغذ ولیکم او هیله لرم، چې دا کتاب به په عاطفي او فزیکي لحاظ د نړۍ له ځپل شوو سره د شفا مرسته وکړي.

۲ـ کتاب: په ښکلې پوښتۍ خوندور ژړ کاغذ ۳۵۰ مخونو کې د سروش کتاب پلورنځی له خوا خپور شویدی. پر لومړي مخ  د خپرندوی ټولنې یاداښت کښل شویدی پر درېیم مخ ډالۍ او څلورم مخ د لیکوالي له خوا مننه شوېده، ورپسې فهرست شروع کېږي. د پیل خبرې چې په دریو مخونو کې یې د دې مهم اثر په اړه ډېري ژورې خبرې کړې ډېف براون دی. کتاب پر څلورو برخو او شپاړسو فصلونو ویشل شویدی.

۳ـ ژباړن: صالح محمد صالح د هېواد یو له هغو ژباړونکو څخه دی، چې تر لسګونو ډېر کتابونه یې ژباړلي او څه شمېر یې لیکلي دی، پر ارواپوهنې دا پنځم اثر دی، ۱ـ له ځان سره داسې مینه وکړه، ۲ـ د دوستۍ ارواپوهنه او … ژباړن له څه ځنډ وروسته دا دی بیا دې علمي ډګر ته راننوت راتګ یې پخیر د ژباړې مینه‌وال او د ارواپوهنې لوستونکو تنده یې خړوبه کړه هېله ده، چې دا ډګر تود وساتي.

۴ـ خپرندویه ټولنه: تاسې د دې کتاب لوستلو ته ځکه رابولي، چې بېځایه اندیښنې، بېرې او وسواس ته (نه) ووایاست او په ساده لارو چارو له بېځایه باورونو ځانونه وساتئ او وايي دغه اثر ژباړن له انګریزۍ ژباړلی،چې موخه یې داده، دا لومړی لاس ژباړه ده، چې متاسفانه په اوس وخت کې ورته ډېر پام نه کېږي.

په پای کې د لیکوالي ډالۍ هم ومنئ،

هيله منه یم، ډالۍ مې مرسته درسره وکړي، په خپل ځان کې هغه مقام ومومئ چې واقعاً وړ یې یاست؛ د سوچه مینې او د ځان منلو مقام.