کور / کیسه / لنډه کیسه

لنډه کیسه

د سهار اوه بجی وی. د لمر وړانګی‎ ‎نری نری  د د نیا د حصاروولو په تمه راوتلی وي. لا دنیا یی  توده کړی نه وه ‏چی باران پیل شو او ځمکه یی په خټو و پو ښووله. باران ورو ورو پیل شوی وو . ژمی وو کله باران ا و اکثراْ به ‏واوری اوریدلی او هر ورځ به له بلی ورځی نه سړه وه. ورځی ډیری  لندی، شپی اوږدی او ډیری سړی وی. ‏
کاکا فضل چی د سړو له امله یی شپی هم صحیح خوب نه وو کړی په ډیر زحمت سره یی د څو کالیو په اغوستلو ‏سره ځان تود کړی وو. پدا فصل کی چی  بی له بخاری او یا نورو امکاناتو ژوند کوول حتی  ناممکن بریښیده، د ‏کاکا فضل په کور کی د یو زوړ دیزلی اشتوپ نه پرته هیڅ شی نه وو.  په هغه به یی تمامه ورځ پخلی کاوو او د ‏شپی له خوا به یی په صندلی کی د تودیدو لپاره تری استفاده کوله. هغه به هم هر وخت له تیلو ډک نه وو. کله به هم ‏په تیلو کی خلکو اوبه ګدولی.  ‏
هغه اول بام پورته شو تر څو وګوری چی ناوه پاکه ده او اوبه تری راځی که نه له دی نه ډاریده چی لکه تیره اونی ‏بیا یی کوټه ونه څڅیږی. بیرته چی راغی بوټان یی چی په خټو ککړ شوی وو د دهلیز په پیل کی له پښو وباستل او په ‏یوه پاکه تکی او اوبو یی ومینځل هغه چی  مجبور وو له کوره ووځی او فابریکی ته لاړ شی. د بیرون لپاره یی خپلی ‏زړی  او ډبلی جرابی چی څو ځایه یی سوری شوی هم وی، واغوستل. په سر یی خپلی د دریو کالو زړی موزی چی ‏څو ځله ګندل شوی  هم وی ا و لا هم تری اوبه تیریدلی او کله کله  به چی په خټو کی ګرځید ه نو له ډیر نم ا وخټو له ‏امله به یی پښی بوډی وهلی او په خټو ککړ شÙ
 �ی وی، په پښو کړل. ‏
یوه زړه دریشی یی له یو زوړ کمیس سره چی هیڅ یی نه خوښیده اغوستی وو او دکار په لور روان شوی وو. که څه ‏هم چی کمیس یی هیڅ نه خوښیده خو له مجبوریته یی اغوستی وو. څه یی کړی وای نور یی نه درلوده. یو زوړ جمپر ‏چی اوږده او پشمی خوله یی درلوده  او خوله یی هم په سر کړی وه، آغوستی وو. په جمپر یی هم ډیرو خندلی اما څه ‏یی کړی وای نور یی نه درلوده  چی اغوستی یی وای . دومره اقتصادی توان یی نه درلوده چی قیمتی جامی او ‏جمپرونه واغوندی. مجبور وو چی د همدا کالو په اغوستلو سره خپل ورځی او شپی تیری کړی. ‏
کاکا فضل دری کوچنی ماشومان هم درلودل چی یو یی یوولس دویم یی اته او بل یی پنځه کاله عمر درلوده. د ‏ماشومانو ښوونځی د ژمی د رخصتی له امله تړلی وو نو همدا وو چی دوی تصمیم و نیو ترسو له خپل پلار سره د ‏اقتصادی مرستی په خاطر کار وکړی. دوی به له خپل پلار سره فابریکی ته تلل. او تر مازیګر به یی په ډیره تلوسی ‏کار کاوو.‏
‏***‏
کاکا فضل د دوه لسیزو را پدیخوا د کیک او کلچو په  فابریکه کی کار کاوو او تقریباْ پدی مسلک کی مسلکی شوی ‏وو، په څو فابریکو کی یی کار کړای وو  او د هغه له جملی نه یی شپږ اووه کاله کیده چی پدا اوسنی فابریکی کی ‏کار کاوو.  له خپل کار نه یی هیڅ هم نه خوښیده، خو د بل یو کار توان یی هم په ځان کی نه لیده. که څه هم چی د ‏هغه عمر دومره زیات نه وو… د څلویښت ـ پنځه څلویښت کالو به وو اما د معیوبیت او بیساری بیکاری له امله یی نه ‏بل کار کولای شو او نه هم پیدا کولای شو. که څه هم چی هغه د کار کوولو لپاره ډیر زیات مال او شته هم نه درلوده، ‏خو دومره یی درلوده چی د چا خبره خول
 ه او لاس کیده. ژوندی وو او خوشحاله هم وو چی خلک یی په نیک نامه ‏یادووی او ورته احترام کوی او بد یی نه وایی. ‏
هغه به د خلکو په غم او خوشحالی کی تل شامل وو او تل به یی د خلکو د نیکی او ښیګنو لپاره دعاوی کولی او له  ‏زړه یی غوښتل چی ټول شاو خوا ګاونډیان یی خوشحاله وی او هغه په نیکی یاد کړی. که څه هم چی شته یی نه ‏درلودل اما بیا هم د میلمنو په راتګ به ډیر خوشحاله کیده او دده په کور کی به همیشه یو څو کسه میلمانه موجود وو ‏او ده به یی د زړه له کومی قدر او عزت کاوو. ‏
هغه چی پنځه کاله مخکی د کومی ناروغی له امله د معدی عملیات هم کړای وو، ژر ژر به وږی کیده  نو تل به ‏ورسره یو ټوټه وچه ډوډی وه، تر څو خپله ګیډه پری مړه  وساتی. او د ورځی به یی پنځه شپږ ځله ډوډی خوړله.‏
کاکا فضل له خپل ماشومانو او نورو ماشومانو سره ډیره مینه درلوده. او په مخه به یی چی کوم ماشوم راغی نو په ‏خوږو خوږو خبرو به یی ورسره مجلس شروع کړای وو.  ‏
‏***‏
نن ورځ کاکا فضل چرت یو څه خرابه شوی وو. په کور کی یی هم دخپلی ښځی سره د کور د مصارفو په سر جګره ‏کړی وه او له ډیره قهره یی خپل کوچنی هم وهلی وو او پرته له دی نه چی په کور کی ډوډی وخوری په لوږی نس ‏له کوره وتی وو. او د کار په وخت کی یی هم چی ماشوم یادیده نو ډیر به خفه شو، اماڅه یی کړی وای.‏
د غرمی یوولس بجی وی چی د هغه لوږه زیاته شوه نو له ځایه جګ شو او حرکت یی وکړ. پخلنځی ته ننوت او یوه ‏تیږه چی د وړو د کندو په سر ایښی وه او وچه ډوډی به هم همالته ساتله کیده جګه کړه. تیږه یی له ځایه جګه کړه چی ‏سریی وګرځیده، ولوید او تیږه یی په پښو ولویده. کاکا چی  تیږه یی په پښو ولویده آه  یی وکړ او په ځای ولوید. ‏
دهغه د ژوبلیدو آوازه ژرپه ټوله فابریکه کی خپره شوه او ټول یی د هغه په لور جلب کړل چی پخلنځی کی بی سده ‏پروت وو. دوی چی نږدی شول په منځ کی یی د کاکا فضل دویم زوی هم وو چی د پلار لیدو له پاره یی منډه کړه، ‏اما چا ورته لاره ورنکړه چی پلار ته نږدی شی. پوه نه شو چی په پلار یی څه شوی دی. ‏
‏\”څه خبره شوی … څه خبره شوی. \”‏
‏ کوم چا  له اخیر قطاره غږ کړ ‏
یو نفر چی بی سده کاکا فضل ته دیر نږدی ولاړ وو، ځواب ورکړ‏
‏\” لکه چی  پښه یی ماته شوی ده. حرکت نه پاتی او شنه اوښتی ده…. مرسته وکړی چی روغتون ته یی یوسو.\”‏
د کاکا فضل زوی چی خبرو ته غوږ نیولی وو ددی خبری په اوریدو یی یوه چیغه وکړه او په ځای ولوید. یو ساعت ‏وروسته چی په حال راغی ځان یی روغتون کی د پلار تر څنګ  و موند.  ‏


یادونه اوس چی دا دومره لرګی، ګازی دستګاوی او نور  په کابل کی پیدا کیږی او بعضاْ ډیر ارزان هم دی، څو کاله د مخه ‏دومره تسهیلات او امکانات نه وو. مننه


‏۱۳۷۸ کال ژمی ‏
کابل، افغانستان