کور / شعر / خيال

خيال

دا زموږ د خیال ډیوی دی
دا زموږ د حال ناری دی


دا زموږ له تصوره
د ښکلا د بڼ غونچی دی


دا د ښکلی اسمان لاندی
د محبت تنکی وږمی دی


دا که هر څه ورته وایی
د احساس ډکی نغمی دی


دا دیار له یاده ډکی
د خالد لاس کی پیالی دی


‏۰۸/ ۰۴/ ۱۳۸۶‏
کابل، افغانستان


 


ځــوان نـســل تـه


زه د ملالی کارنامی په تا کی نه وینمه
زه د احمد ها شاهنامی په تا کی نه وینمه‏


زه د خیبر د تاریخی میړانو لوی کیسی
د پانی پت ها برنامی په تا کی نه وینمه


که په څپو د آباسین  ځان لاهو کړی یا نه‏
هغه هنر د لامبانی په تا کی نه وینمه


دآزادی په لار روان خو یی ته چیری به ځی‏
د د نګو غرونو آنګازی په تا کی نه وینمه‏


خالد به هر کله ویل خو ما به نه قبلول  ‏
هغه بیساری ولولی په تاکی نه وینمه


‏۱۳۸۶ ژمی‏