" /> " /> " /> " /> خوست:پرله پسې بارانونو بزګران خوشاله کړيدي – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / خوست:پرله پسې بارانونو بزګران خوشاله کړيدي video

خوست:پرله پسې بارانونو بزګران خوشاله کړيدي video

د خوست ولايت په بيلا بيلو سيمو كې د پرله پسې بارانونو اوريدو ته
بزګران خوشاله دي.

دغه بزګران وايي چې باروانونو د دوى پر ځمكو او فصلونو ښه تاثير
كړى ، خو دوى وايي چې په خوست كې د خوړونو اوبه منظمې نه دي او  كله نا
كله  ځمكو او فصلونو ته زيانونه هم اړوي.

د خوست ولايت نيږدې اتيا په سلو كې خلك په كرنه بوخت دى.

د تيرو څو ورځو راپديخوا د خوست ولايت په بيلا بيلو سيمو كې د
باروانونو د اوريدو له امله د كركيلې لپاره اوبه زياتې شوي دي.

د دې ولايت بزګران باران اوريدو ته خوښ دى او باران اوريدل ابادي
بولي ، خو دوى وايي چې د بارانونو اوخوړونو اوبه منظمې نه دي، كله د كركيلې لپاره
يو غړپ اوبه نه پيدا كيږي او كله هم دومره ډيرې شې چې د خلكو ځمكو او فصلونو ته
زيان وړاړوي.

دغه بزګران غواړي چې له دوى سره د بندونو او د اوبو د تنظيم په
برخه كې مرستې وشې. 


كه څه هم دولت د خوست په بيلا بيلو ولسواليو كې د اوبو د تظيم
په موخه بندونه او سربندونه جوړ كړى خو لاهم د للمي او د خوړونو اوبه په هغه ډول چې
ښايي د كركيلې لپاره نه دي برابرې شوي.

كه څه هم د خوست نيږدې اتيا په سلو كې خلك په كركيله بوخت دي خو
بيا هم په دې ولايت كله نا كله د كر كيلې د اوبو د كموالي په وجه خلك د ژورو څاګانو
څخه ګټه پورته كوي چې د دوى لپاره په لوړه بيه پريوځي.

د يادولو وړ ده چې په خوست كې دا مهال جوار ، مۍ او په ځينو سيمو
كې شولې يا وريجې كرل شوي دي.