کور / #PTM / په بنو کي پاکستاني پوليسو د پي ټي ايم د دوو غړو پر کورونو چاپه وهلې ده

په بنو کي پاکستاني پوليسو د پي ټي ايم د دوو غړو پر کورونو چاپه وهلې ده

منظور پښتين خلګو ته وينا کوي

د پاکستان پوليسو د پښتونخوا په بنو ښارګوټي کي د پښتون ژغورني د دوو غړو پر کورونو چاپه وهلې ده، خو دواړه غړي په کور کي نه وو، البته پوليسو دوه کم عمره تنکي ځوانان له ځان سره بېولي دي.

د پښتون ژغورني فعالي غړې ثنا اعجاز پر خپله ټويټرپاڼه ويلي دي چي ددوی د غورځنګ پر غړو پوليسو چاپه وهلې ده، خو هغوی په لاس نه دي ورغلي.

نوموړې پر خواله رسنيو يو پېغام کي وايي: “د ایف آی آر ( لومړني تحقيقاتي ريپورټ) پر اساس پولیسو زموږ د دوو مهمو غړو حنیف پښتین او حلیم زاده پر کورونو چاپې وهلي دي، دا چي  هغوی په کور کي نه وه نو د حنیف پښتین دوه کم عمره د تره زامن فرید او حکمت الله ئې د ځان سره وړي دي چي یو په کي د یوولسم ټولګی زده کونکی دی”.

د پوليسو له لوري د پښتون ژغورني غورځنګ پر وړاندي اقدامات پر داسي مهال کېږي چي د اکتوبر پر ۲۸ نېټه ياد غورځنګ په بنو ښارګوټي کي ستره ولسي جرګه وکړه، چي شاوخوا شل زره کسانو پکي ګډون کړی وو.

د بنو په جلسه کي ډېرو هغه کسانو هم ګډون کړی وو، چي د کورنۍ غړي ئې د پاکستاني استخباراتو له لوري تری تم سوي دي او تراوسه ئې د ژوند مرګ پته نه لګېږي. په دې جلسه کې ویناوالو له پاکستاني حکومت څخه خپلې غوښتنې تکرار کړې او وئې ويل چي ترهغو به خپلو جلسو او پرامنه لاريونونو ته دوام ورکوي ترڅو چي ددوی غوښتني منل سوي نه وي.

پاکستاني حکومت چي د پښتون ژغورني غورځنګ يوه غوښتنه هم نه ده منلې او له ياد غورځنګ څخه ډېر په وېره کي دی د اکتوبر پر ۲۹ ئې ددې تحريک د مشرانو منظور پښتين ، ډاکټر سیدعالم مسید،  فضل ایډوکېټ، ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، علي وزیر او محسن داوړ په شمول د شاوخوا شل تنو پر وړاندي مقدمه درج کړې ده او دوی ئې د پاکستاني پوځ پر ضد د خلګو د راپارولو په تور پېژندلي دي.

خو د پي ټي ايم د مشران وايي، تر هغو چي خپلي پر حق غوښتني ئې نه وي منل سوي له مبارزې څخه به لاس وانه خلي او نه به ددې تورونو پروا وکړي .

 د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ایم یو مخکښ محسن داوړ وایي، دوی د خپلو حقونو لپاره پرامنه مظاهرې او جلسې کوي او ریاست د دوی د مخنیوي لپاره د دوی پر ضد مقدمې  درج کوي، خو وایي دوی به خپلې مبارزې ته په هر حال کي دوام ورکوي.

نوموړی وايي:” له بده مرغه چې په دې ملک کي له تشدده ډکی مظاهرې کېږي خو د هغوی خلاف څه کاروایي نه کېږي، زما په خیال په دوی باندې د عدمِ تشدد مبارزه بده لګېږي”.

تېره اونۍ هم په پاکستان کي د آسيې بي بي د بخښلو پر سر  سختدريځو اسلامپالو د تشدد ډک لاريونونه وکړل ، د پوځ پر ضد ئې د کفر فتوا ورکړه، ګڼي لويي لاري ئې وتړلې  او د خلګو شخصي شتمنيو ته ئې زيات زيان واړوی، خو د پاکستان حکومت د لاريون کونکو سره يوې هوکړي ته ورسېدی او د ستونزو د رامنځ ته کولو په خاطر ئې د هيچا پر ضد مقدمه درج نه کړه.

د پښتون ژغورني غورځنګ اوس په سيمه کي يو پياوړی او قوي غورځنګ په توګه سر راپوته کړی دی، چي د پښتنو اکثريت وګړي د همدې غورځنګ په ملاتړ د خپلو حقونو غوښتنه کوي.