کور / راپور / مايک پومپيو: د افغانستان لپاره د ايران چابهار بندر د امريکا له بنديزونو څخه مستثنی دی

مايک پومپيو: د افغانستان لپاره د ايران چابهار بندر د امريکا له بنديزونو څخه مستثنی دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، چي پر ايران د امريکا د بنديزونو څخه د چابهار بندر مستثنی دی او افغانستان کولای سي چي ددې بندر له لاري خپلي سوداګريزي راکړي ورکړي سمبال کړي.

امريکا د روان نومبر مياشتي پر څلورمه نېټه پر ايران خپل تر ټولو ستر اقتصادي بنديزونه ولګول او په وينا ئې امريکا غواړي له دې لاري ايران مهار کړي او د اټومي وسلو د توليد مخه ئې ونيسي.

له دې وړاندي کله چي امريکا د ايران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړي ووتل، سملاسي ئې پر ایران اقتصادي بنديزونه وضع کړل، چي ايران د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ سو.

ويل کېږي پر اېران د امريکا د نويو بنديزونو سره به دغه هيواد د سخت اقتصادي بحران سره مخ سي او د ايران پر اقتصاد به ناوړه اغېز پرېباسي.

امريکا په تازه بنديزونو کي غواړي چي د ايران د تيلو صادرات صفر ته راټيټ کړي او له ټولو هغه هيوادونو څخه چي د امريکا سره ئې اړيکي سمي دي غوښتنه کړې ده چي د ايران څخه دي د تيلو پېرل ودروي.

په ورته وخت کي امريکا ويلي دي، چي ددې بنديزونو څخه به ځيني هيوادونه مستثنی کړي، خو لا ئې تراوسه ددغو هيوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

کارپوهان وايي، چي پر ايران د امريکا بنديزونه به افغان سوداګري هم وګواښي. خو اوس امريکا ويلي چابهار بندر چي د افغان – هند  سوداګرۍ لپاره مهم بندر دی له دې بنديزونو څخه مستثنی دی.

همداراز د چابهار بندر څخه  تر افغانستان پورې د اورگاډې د پټلۍ سړک به هم د بندیزونو څخه مستثنی وي.

امريکا ويلي چي “دغه فعالیتونه د افغانستان د پرمختگ او د بشري مرستو لپاره اړين دي.”

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت دا هم ويلي دي، چي افغانستان به له ایران څخه د تیلو وارداتو ته هم دوام ورکړي.