کور / سياسي / انتخاباتي کمپاین او د لوبو تیوري

انتخاباتي کمپاین او د لوبو تیوري

ليکنه: نجیب منلی

د ریاضیاتو په برخه کې د لوبو (یا د جوارۍ) تیوري د نولسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې رامنځ ته شوه، دشلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې یې په اقتصادي تحلیل کې خپل ځای وموند او له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د اقتصادي مسایلو د څېړنې له پاره په یوه خورا مهمه وسیله بدله شوه. د شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمه او د یویشتمې پېړۍ په لومړیو کلونو څو واره د اقتصاد د نوبل جایزه هغو څېړونکو ته ورکړل شوه چې اقتصادي نظریات یې د لوبو د تیورۍ پر بنسټ ولاړ وو. د لوبو (جوارۍ) تیوري د ریاضي هغه څانګه ده چې په یو تعامل کې د دوو لوریو تر منځ– چې دواړه په شعوري ډول له دې تعاملاتو باخبره دي – د عمل د لاروچارو د غوره کولو ډول باندې تمرکز لري.

کله چې د ګټلو او بایللو خبره وي نو که د یو ګټه او د بل تاوان سره برابر وي، «په ټوله کې صفر لوبه» (Zero Sum Game) ورته ویل کېږي او که مجموعي ګټه د دواړو لوریو تر بایلنو لوړه وي نو «په ټوله کې غیر صفر لوبه» (Non-Zero Sum Game) بلل کېږي.

د پرو (قطعو) او سپښتو لوبې په ټوله کې صفر لوبې دي، یانې څه چې یو یې ګټي دقیقاً هغه څه دي چې بل یې بایلي. خو د خیریه چارو له پاره لاټري په ټوله کې د غیر صفر لوبې یوه ښه بېلګه کېدای شي: ګڼ شمر کسان د لاټري تکټونه اخلي، لږ شمېر په کې د ټکټ د بیې څو چنده ګټه کوي خو لوبه داسې عیار شوې وي چې د ټولو ګټل شوو جایزو ارزښت د پلورل شوو ټکټونو تر ارزښت کم وي. هغه پاتې پیسې د یوې خیریه چارې له پاره ځانګړې کېږي یانې لوړه ټولنیزه ګټه ترې لاس ته راځي چې په نتیجه کې تولید شوی ارزښت (د جایزو مجموعه او ټولنیزه ګټه) د پلورل شوو ټکټونو تر ارزښت لوړ وي.

د لوبو تیوري د ټولنیزو تعاملونو او سیاسي اړیکو په تحلیل کې هم ډېره کارول کېږي.

په ټولنیز تعامل کې د «غیر صفر» لوبې مشهوره بېلګه «د بندیانو معضله» ده. په دې معضله کې دوه تنه د یو جرم په تور نیول کېږي. قاضي دواړو ته اختیار ورکوي چې له عدالت سره همکاري کوي (د مجرم په پیدا کولو کې مرسته کوي) او که نه یې کوي. که دواړو یو د بل پر ضد شاهدي وویله نو دواړه مجرم ګڼل کېږي، پر هر یوه پینځه کاله بند راځي. که په دوو کې یو خپل شریک رسواکړ خو بل وفادار پاتې شو نو هغه چې خپل ملګری یې رسوا کړی بخښل کېږي او هغه چې خپل ملګری یې نه دی رسوا کړی په لس کاله بند محکومېږي. دریم حالت دا دی چې دواړه لوري یو بل ته وفادار پاتې شي نو عدالت یې جرم نه شي ثابتولای خو د شک پر بنسټ دواړه په یو، یو کال بند محکومېږي.

په دې قضیه کې هر یو دا فرصت لري چې د ملګري په افشا کولو، له بنده خلاص شي نو د مقابل لوري د افشا کولو ګټه ورته لوړه ښکاري، خو که دواړه لوري همدغه قضاوت وکړي نو دواړه د خلاصون په تمه یو بل افشا کوي او په نتیجه کې یې دواړه پینځه پینځه کاله بندي کېږي. برعکس که دواړه لوري یو بل ته وفادار پاتې شي نو کال وروسته به دواړه ازاد ګرزي. د عقل حکم باید د همکارۍ او وفادارۍ په ملتیا کې وي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تبلیغاتي کامپاین د لوبو د تیورۍ په چوکاټ کې ډېر ښه ارزول کېدای شي.

که هره انتخاباتي ډله داسې و انګېري چې د نورو ډلو په تخریب او سپکولو به د ځان له پاره د ګټلو چانس زیات کړي او د حریف د ګټلو چانس به کم کړي نو نتیجه به دا شي چې ټول به د یو بل په سپکولو او تخریبولو بوخت شي، د یوې احتمالي ګټې په خاطر به ټول لوبغاړي علی السویه تخریب شوي او ښکنځل شوي وي. په داسې حال کې چې ټول هغه ټیمونه چې کامپاین ته راوتي، په دویم دور کې مجبور دي چې له مخکښو دوو ټیمونو سره یوځای شي یانې هغه چا ته ورنېږدې شي چې په لومړي دور کې به یې په شرمونو شرمولی وي.

که بر عکس ټول ټیمونه په انتخاباتي کامپاین کې له اعتدال څخه کار واخلي، د ټولنیزو اخلاقو مراعات وکړي، ملي منافع په نظر کې و نیسي نو هر یو به د نورو د سپکولو پر خاي خپل پروګرام ته د ملاتړ په جلبولو هڅه وکړي او که په دویم دور کې یو له بل سره جوړېږي نو دا توافق به د ملي منافعو د خوندي کولو یوه هڅه وبلل نه شي نه یوه ناپاکه معامله.

د ریاضي علم خو په کامپاین کې د حد ساتلو او د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ ملي بحث تجویز کوي. وګورو چې د لوبغاړو ټولنیز شعور به کوم لوري ته درومي؟