کور / اقتصادي / په کندوز کي د غاليو اوبدلو د يو تولیدي مرکز  دجوړیدو کار پيل سو

په کندوز کي د غاليو اوبدلو د يو تولیدي مرکز  دجوړیدو کار پيل سو

نن د کندوز والي عبدالجبارنعیمي او مسؤلینو د پټۍ په پریکولو د غاليو اوبدلو ښارګوټي د جوړیدو چاري پيل سوې.

د چارواکو په خبره دغه ښارګوټی چي په زر جریبه ځمکه کي به د درې کلونو په اوږدو کي ودان سي،ټولې به پکي ۱۱۰ لويې او وړې د غاليو اوبدلو کار خانې، ۲۰ هستوګنیزبلاکونه چي هر یو به يې پنځه پوړه او ۳۰ اپارتمانه ولري ودان سي،په دغه ښارګوټي کي به دښوونځیو،مسجدونو،پارکونو،د اوبو او برښنارسولو سیستم ترڅنګ ټول اړین سهولتونه شتون ولري.

د دغه ستر تولیدي مرکز دچارو دپيل پرمهال کندوز والي وویل” دښارګوټي کارونه به په دريو پړاوونو کي یو په بل پسې ترسره سي،چي په لومړۍ پړاو کي به ئې د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دسرکونو او پياده رونو ،ورورسته به يې د اوبو رسولو،برښنا،کانالیزاسیون،د سرکونو  او پيآده لارو په اساسي ډول جوړول او په دریم پړاؤ کي به يې تعمیراتي کارونه چي ۱۱۰ لويې او وړې کارخانې، ۲۰ هستوګنیز بلاکونه… او نور  شامل دي ودان سي،چي په دغو ټولو چارو به یو اعشاریه درې ملیارده افغانۍ لګښت وسي او ورسره سم به نږدې لس زره فني کارکوونکوا و صنعت کارانو ته په دغه ځای کي دکار زمینه برابره او شا و خوا اتیازره نور به يې په غیر مستقیمه توګه له ګټو برخمن سي.”

کندوز والي په همدې مهال په قرار دادي شرکت غږ وکړ چي ورسپارل سوې چارې د قرار داد د اصولو سره سمې په ښه کیفیت ترسره او هیچاته اجازه ورنکړي چي په یو او بل نوم دپراختیايي کارونو پروړاندې خنډونه ایجاد کړي.

نوموړي ددغې اقتصادي پروژې د چارو دپيل پرمهال په خلکو غږ وکړ چي له هرې ملي  او ټولګټې پروژې څخه په کلکه ساتنه او حمایت خپله مسؤلیت وګڼي او  دپراختیايي پروژو د تطبیق او ساتنې په برخه کي دي ټول امنیتي ارګانونه هم خپل مسؤلیت ترسره کړي.