کور / راپور / د بهرنيو چارو وزارت: د مسکو غونډي لپاره ئې په دولتي کچه استازي نه دي لېږلي

د بهرنيو چارو وزارت: د مسکو غونډي لپاره ئې په دولتي کچه استازي نه دي لېږلي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي د تېري ورځي د مسکو په غونډه کي افغان پلاوي په غير دولتي کچه ګډون کړی وو.

د بهرنيو چارو وزارت دا هم ويلي، چي د هر هغه هيواد ستاينه کوي چي د افغان سولي لپاره په يو نه يو شکل هلي ځلي کوي، خو داسي بايد ونه سي چي طالبان د مسکو له غونډي څخه د يوې وسيلې په توګه کار واخلي ا وخپل مشروعيت له همدې لاري وښيي.

تېره ورځ د روسيې په پلازمېنه مسکو کي د افغان سولي په تړاو يوه غونډه وسوه چي د طالبانو  استازي، د سولي د عالي شورا غړيو، د امريکا له لوري د افغان سولي لپاره استازي د زلمي خليلزاد په ګډون پکي د ګڼو هيوادونو استازو برخه لرل او په افغانستان کي د سولي پر لارو چارو وږغېدل.

په دې غونډه کي طالب استازي هم خبري وکړې او وئې ويل، چي پر افغانانو جګړه تپل سوې ده او دا جګړه بايد د خبرو له لاري ختمه سي.

طالبانو دا هم وويل، چي د سولي خبرو اترو ته د لار هواري لپاره بايد د طالب مشرانو تور ليست ختم سي او ددوی جنګيالي دي له زندانونو څخه خوشي سي.

د مسکو غونډي په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د طالبانو سره د خبرو لپاره هيڅ بل حکومت د افغان حکومت ځايناستی نه سي کېدای، چي اشاره ئې د روسيې حکومت ته ده.

د مسکو غونډي لپاره د افغان دولت له لوري په لوړه کچه استازی نه دی لېږل سوی.

شنونکي وايي، چي د مسکو غونډه د افغان سولي لپاره يو مثبت ګام دی او کېدای سي دا ډول غونډي د وسلوالو سره  په راتلونکي کي د مخامخ خبرو کولو  فضا برابره کړي.