کور / راپور / زلمی خليلزاد د افغان سولي لپاره په لس ورځني سفر راوتلی دی

زلمی خليلزاد د افغان سولي لپاره په لس ورځني سفر راوتلی دی

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سيمي هيوادونو ته په ۱۰ ورځني سفر راوتلی دی.

د نوموړي د سفر موخه په افغانستان کي د سولي لپاره د هلو ځلو يوه کړۍ ده.

زلمی خليلزاد به په دې سفر کي  افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارتو او قطر  ته ولاړ سي او ددغه هيوادونو له چارواکو سره به د افغان سولي په تړاو ليدني کتني ولري.

زلمی خليلزاد څه موده وړاندي هم يادو هيوادونو ته تللی وو او په قطر کي ئې د طالب استازو سره مخامخ ليدنه کړې وه.

ويل کېږې چي په پاکستان کي د طالب مشر ملاعبدالغني برادر راخوشي کېدل هم د خليلزاد د هلو ځلو پايله وه.

په دې وروستيو کي د افغان سولي لپاره د نړيوالو هلي ځلي ګرمي سوي دي او په همدې تړاو تېره ورځ د مسکو په پلازمېنه مسکو کي يوه غونډه وسوه، چي د طالبانو  استازي، د سولي د عالي شورا غړيو، د امريکا له لوري د افغان سولي لپاره استازي زلمي خليلزاد په ګډون پکي د ګڼو هيوادونو استازو برخه لرل او په افغانستان کي د سولي پر لارو چارو وږغېدل.

په دې غونډه کي طالب استازي هم خبري وکړې او وئې ويل، چي پر افغانانو جګړه تپل سوې ده او دا جګړه بايد د خبرو له لاري ختمه سي.

طالبانو دا هم وويل، چي د سولي خبرو اترو ته د لار هواري لپاره بايد د طالب مشرانو تور ليست ختم سي او ددوی جنګيالي دي له زندانونو څخه خوشي سي.

د مسکو غونډي په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د طالبانو سره د خبرو لپاره هيڅ بل حکومت د افغان حکومت ځايناستی نه سي کېدای، چي اشاره ئې د روسيې حکومت ته ده.

د مسکو غونډي لپاره د افغان دولت له لوري په لوړه کچه استازی نه دی لېږل سوی.

شنونکي وايي، چي د مسکو غونډه د افغان سولي لپاره يو مثبت ګام دی او کېدای سي دا ډول غونډي د وسلوالو سره  په راتلونکي کي د مخامخ خبرو کولو  فضا برابره کړي.