کور / #PTM / د عوامي نشنل سيمه ايز مشر: زموږ پر وړاندي آی ايس آی مقدمه درج کړې ده

د عوامي نشنل سيمه ايز مشر: زموږ پر وړاندي آی ايس آی مقدمه درج کړې ده

د خيبر پښتونخوا په بنو ښارګوټي کي د پي ټي ايم د۳۳ غړيو د نيولو وروسته دوه تنه ئې د ضمانت له مخي خوشي شوي دي.

په خوشي شويو کي يو هم د عوامي ګوند سيمه ايز مشر عبدالصمد خان دی.

ښاغلي صمد خان وويل، چې ددوی پر خلاف پوليسو نه بلکي آی ايس آی مقدمه درج کړې ده.

نوموړي وويل، چي  د اکتوبر پر ۲۷ نېټه ماته د آی ايس آی يوه کرنيل دا خبره وکړه، چې ستاسې خلاف به درې ایف ای آرمقدمې وچلېږي ، یو دا چې تاسې د ۱۴۴ مادې خلاف ورزي کړې، بل مو په ۲۷ اکتوبر لاریون ایستلی وو او  دریم دا چې په جلسه کې مو [د ریاست خلاف] نعرې او تقریرونه کړي وو”.

صمد خان دا هم وايي، چي پوليسو به پر سړکونو عام خلګ په دې تور وهل چي د پي ټي ايم ملاتړ ئې کولو او په موټرو کي به ئې اچول.

په بنو کي د نيول شويو کسانو وکيل عرفان پيرزاده وايي، چي پوليسو دده مؤکلين تش په دې نامه نيولي دي، چي د منظور پښتين خولۍ ئې پر سر وه.

پاکستاني استخبارات وايي، چي دا خلګ ئې په دې تور نيولي دي چي د رياست خلاف ئې ږغونه اوچت کړي وو او لاريونونه ئې را ايستلي وه.

خو د پي ټي ايم تحريک وايي، چي دوی د خپلو حقوقو دغوښتني په موخه اواز اوچت کړی دی او خپلي قانوني غوښتني له سوله ايزي لاري بيانوي.

د پي ټي ايم تحريک وايي، چي د پاکستان دولت د هغه سختدريځو سره خبري اتري او مذاکرات کوي چي په لاريونونو کي ئې عامو وګړو ته زيان رسولی دی او لويي لاري ئې بندي کړي وې، چې اشاره ئې د سختدريځو اسلامپالو هغه لاريونونو ته وه کوم چي د آسيې بي بي د بخښلو په ضد  ئې را پيل کړي وو. په دغه لاريونونو کي ډېرو عامو وګړو ته مالي زيانونه ورسېدل او لويي لاري بندي شوې. وروسته د پاکستان حکومت د خبرو له لاري لاريونونه کرار کړل.

خو د پي ټي ايم تحريک چي د خبرو  او د سوله ايزو لاريونونو له لاري د خپلو حقونو غوښتنه کوي پر وړاندي ئې د پاکستان استخباراتو سخت دريځ نيولی دی او په بېلابېلو نومونو ئې تورنوي.

د پي ټي ايم تحريک مشران وايي، تر هغو به د خپلو حقوقو غوښتنه کوي او خپل اواز به اوچت ساتي، ترڅو چي ئې غوښتني منل شوي نه وي.