کور / تازه خبرونه / د طالبانو سره قطعه باید له منځه یووړل شي

د طالبانو سره قطعه باید له منځه یووړل شي

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهمي وايي، د وسله والو طالبانو سره قطعه ګواښوونکې شوې او ژر تر ژره باید حکومت د دغه قطعې د لمنځه وړلو له پاره لاس په کار شي.

ابراهیمي د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د طالبانو سره قطعه په پرمختللو وسلو، تجهیزاتو او شپني دوربین سمبال دي، چې د دوه کلونو راهیسې یې افغان امنیتي ځواکونو له ستونزو سره مخ کړي دي.

ابراهیمي د شمال په ځانګړې توګه، د قندوز، تخار او بدخشان ولایتونو امنیتي وضعیت خرابېدو ته په اشارې و ویل، چې امنیتي ارګانونونه باید په یوه بېړنۍ ناسته کې له دغه قطعې سره د مقابلې موضوع جدي وڅېړي او باید ژر تر ژره د دغه قطعې پر وړاندې لاس په کار او له منځه یې یوسي.

هغه په مرکزي سیمو کې د طالبانو وروستي بریدونه د مسکو غونډې سره غوټه وبلل، چې په وینا یې طالبان غواړي په دې سره سولې د خبرو پروسه کې امتیازونه تر لاسه کړي.