کور / راپور / ننګرهار والي: د وسلوالو د ځپلو په موخه ژمني عمليات پيلوو

ننګرهار والي: د وسلوالو د ځپلو په موخه ژمني عمليات پيلوو

ننګرهار والي وایي،په دې ولایت کې د دښمن د مالي سرچینو د مخنیوي او امنیت تامین په موخه ژمني ځانګړي عملیات ترسره کوي .

ننګرهار والي حیات الله حیات وایي،په دې ولایت کې یې ژمني عملیات پلان کړي،چې د امنیت تامین ترڅنګ به په غیري قانوني ډول د کانونو  ویستلو،طبعي ځنګلونو قطعه کولو او قاچاق مخنیوی او همدا راز به په وسله والو مخالفینو مالي سرچینې وتړي .

نوموړي یادې څرګندونې د لړم په ۱۹مه د جمهوري ریاست د چارو ادارې تخنیکي معین خان ولي خان بشرمل په مشرۍ ننګرهار ته راغلي پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې،په دې پلاوي کې د اقتصاد،کرنې او مالدارۍ،کلیو پراختیا،سوداګرۍ او یو شمیر نورو وزارتونو معینانو او نورو لوړ پوړو مسؤلینو شتون درلود.

د چارو اداري تخنیکي معین خان ولي خان بشرمل وویل، ننګرهار ته یې د سفر موخه د یکشنبې په ورځ  ننګرهار د جنوبي اسیا ته د سوداګرۍ لارې تر عنوان لاندې کنفرانس جوړول،د ننګرهار پوهنتون،زربستریز روغتون،غازي امان الله خان مزار، زیتونو فابریکې او یو شمیر نورو برخو څخه تخنیکي لیدنې ترسره کول دي .

ننګرهار والي حیات الله حیات وویل،دا د نورو برخو ترڅنګ په سوداګریزه برخه کې مهم اهمیت او ځانګړي فرصتونه لري او له همدې امله د جمهوري ریاست څخه مننه وکړه،چې په دې ولایت کې یې د پانګونې او سوداګرۍ په موخه ځآنګړي کنفرانس په پلان کې نیولی دی .

نوموړي زیاته کړه، په دې ولایت کې ځانګړي ژمني عملیات پلان کړي،چې په ترسره کېدو سره به یې امنیت لا زیات تامین،قاچاق،خپلسرو کیندونو،طبعي ځنګلونو پرې کولو او نورو غیري قانوني کړنو مخنیوی وشي او همدا راز به په مخالفینو مالي سرچینې هم وتړل شي،چې په دې سره به په دې ولایت کې پانګونې ته زمینه برابره،سوداګریزې چارې پیاوړې او د بې روزګارۍ کچه به کمه شي .

هغه ډاډ ورکړ،چې په دې ولایت کې به ټولو پانګوالو او سوداګرو سره د کاري فرصتونو برابریدو په موخه ځانګړې همکارۍ ترسره کړي .