کور / اقتصادي / مشرانو جرګې ته د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجې سند وړاندې سو

مشرانو جرګې ته د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجې سند وړاندې سو

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کي د ولسمشر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د لړم میاشتې په ۲۰ مه نېټه د مشرانو په عمومي ناسته کي یې د ۱۳۹۸ مالي کال  ملې بودیجې سند سناتورانو ته وړاندې کړ.

 د مالیې وزارت سرپرست د مشرانو جرګې غړو ته له مالي پلان سره سم د ملي عوایدو راټولو او د ۱۳۹۳ مالي کال په پرتله یې د ۳۰ سلنې په لوړوالي، د پیسو نړیوال صندوق له لوري د حکومت له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه د څلورو پړاوونو د بریالۍ ارزونې، د ملي بودیجې په شاخصونو کيد ښه والي، سېمه ایزې ترانزیټي او اقتصادي همکاریو، د خصوصي، کرنې، ترانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په ودې او پیاوړتیا او د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې د مسودې د لنډیز په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

په ناسته کي د مالیې وزارت سرپرست وويل، چي د ملي بودیجې په سند کي به د دوی نظریات د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره په نظر کي ونیول سي او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چي د پراختیایې پروژو د پلي کیدو او د حکومت کاري چارو لپاره ملي بودیجه په خپل وخت سره ژر تر ژره تائید کړي ترڅو د تصویب لپاره د ولسي جرګې غړو ته وړاندې سي.

د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کي۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چي له دې ډلې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجه جوړوي.

د ملي بودیجې ستره برخه پنځو ( زیربناء، کرنې او د کلیو پراختیا، روغتیا، حکومتولۍ او پوهنې) سکټورو ته ځانګړې سوې ده چي په ترتیب سره ۵۲ میلیارده،۲۳ میلیارده، ۱۳ میلیارده، ۸،۸ میلیارده او ۶،۸ میلیارده افغانۍ د پراختیایې بودیجې څخه احتواء کوي.

په دې بودیجه کي زیاته پاملرنه پراختیایې بودیجې ته سوې ده، که د تېر کال له پیل سره پرتله سي ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیې.