کور / تازه خبرونه / دیوالي د هندوانو مذهبي جشن

دیوالي د هندوانو مذهبي جشن

دیوالي د هندوانو مذهبي جشن دی چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې لمانځل کیږي. دغه جشن ته د رڼاګانو جشن هم ویل کیږي. د دغه جشن د لمانځلو پر مهال د کورنۍ غړي او خپل خپلوان یو بل ته ډالۍ ورکوي او خاص عبادت کوي.

د دیوالي د جشن پر مهال زیاتره ښځې پر لاسونو نکریزي ږدي. نو له دې کبله په دې کار کې د مهارت لرونکو کسانو موندل آسانه کار نه دی. دا د دغه خلکو له پاره د کال په اوږدو کې د پیسو د ګټلو ښه فرصت وي.

زیاتره هندوان پر دې خبره باور لري، چې له دیوالي مخکې د سرو زرو رانیول د نیمکرغۍ نخښه وي او په دې سره شتمني راځي. له دې کبله په همدي ورځ د «لکشمي دیوي» چې هغوی یي د مال او خوشحالۍ دیوي بولي عبادت کیږي.

د دیوالي په ورځ د کور په انګړ کې رنګارنګ نقاشۍ کیږي. په دودیز ډول دغه انځورونه د کور عمومي دروازې ته څیرمه کښل کیږي. پر دې سربیره په کورونو کې ډیوې بلیږي او کور په ځانګړو سینګار توکو ښایسته کیږي.

اور لوبې یا آتش بازي او همداشان پټاخې د دیوالي جشن لازمه برخه ګڼل کیږي.


دیوالي داسې جشن دی چې د کورنۍ ټول غړي یي په ګډه لمانځي. یو بل ته ډالۍ ورکول کیږي او مټایي یا خواږه ویشل کیږي. دغه جشن هرکال د اکتوبر میاشتې له نیمایي څخه د نوامبر میاشتې تر نیمایي پورې موده کې یوه ورځ لمانځل کیږي.

پخوا به د دیوالي د جشن پر مهال د کورونو او کوڅو د روښانه کولو له پاره په لاس جوړې شوې ډیوې کاریدلې. خو اوس د دې ځای له چین څخه راواردو شوو آرزانه څراغونو نیولی دی. له دې کار وروسته په هند کې په لاس د ډیوې جوړونکو کاروبار له خطر سره مخامخ دی.

.

 

 

 

 

 

 

 

ډیر خلک په دې خبري باور لري چې د دیوالي په ورځ تاسې د یوه چار کور ته پرته له ډالۍ ولاړ شئ نو دا به په دې معنی وي چې تاسې د کوربه نیکمرغي نه غواړی. د دغه جشن پر مهال ډیر شرکتونه خپلو کار کوونکو ته تحفې ورکوي او یا هم اضافه پیسې. په هند کې یوازې هندوان دیوالي نه لمانځي. دا انځور د هند د اتر پردیش ایالت د مرزا پور، ښار دی چیرې چې د دیوالي پر مهال مسلماني نجونۍ له یو او بل سره په دوستۍ کې د ژوند تیرولو له پاره دعا کوي. په هند کې لږکي هم د دیوالي جشن لمانځي.