کور / راپور / زلمی خليلزاد دافغان سولي د سفر په درشل کی کابل ته رارسېدلی دی

زلمی خليلزاد دافغان سولي د سفر په درشل کی کابل ته رارسېدلی دی

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازی زلمی خليلزاد نن کابل ته راورسېدی او دلته ئې د ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چي په دې کتنه کي د دواړو لوريو ترمنځ د افغان سولي په تړاو بحث وسو او خليلزاد د افغانانو په مشرۍ د سولي د مذاکراتو ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلی خليلزاد چي د امريکا له لوري د افغان سولي لپاره ځانګړی استازی ټاکل سوی دی د افغانستان په ګډون د پنځو هيوادونو په سفر راوتلی دی او غواړي چي د سولي په تړاو د هيوادونو د چارواکو سره وګوري.

ټاکل سوې چي خليلزاد به افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات، قطر  او سعودي عربستان ته ولاړ سې.

افغان دولت وايي، چي يادو هيوادونو ته تر تګ وروسته به خليلزاد د افغان ولسمشر سره د خپل سفر راپور شريک کړي.

له دې وړاندي هم خليلزاد د افغانستان په ګډون پاکستان ، اماراتو او قطر ته تللی وو او په قطر کي ئې د طالبانو د استازو سره ليدلي وه.

په لومړي  سفر کې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه د پاکستان لخوا د طالبانو د پخواني مشر د مرستیال ملا عبدالغني برارد خوشې کول او د طالبانو د قطر له دفتر سره د ګوانټانامو د پخوانیو طالب زندایانو یو ځای کېدل د سولې د خبرو بریالیتوب لپاره د هغه د پیل سوو هڅو لومړی پرمختګ وو.

خليلزاد پر داسي مهال په سفر راوتلی دی، چي تېره جمعه په مسکو کي د افغان سولي په تړاو يوه غونډه وسوه، چي د طالبانو استازو هم پکي ګډون کړی وو.

دا لومړنۍ غونډه وه چي د افغانستان، امريکا او طالبانو استازو پکي يوځای ګډون کړی وو.