کور / راپور / د کندهار د ښځو چارو رئيسه: د ښځو د زده کړي او کار په برخه کي د پام وړ بدلون راغلی دی

د کندهار د ښځو چارو رئيسه: د ښځو د زده کړي او کار په برخه کي د پام وړ بدلون راغلی دی

د کندهار د ښځو چارو رئيسه رقيه اڅکزۍ وايي، چي دغه رياست د مېرمنو د ژوندانه د ښه والي او د هغوی د ظرفيت لوړولو لپاره بېلابېل پروګراونه د اړونده رياستونو او مرستندويه مؤسساتو په همکارۍ په کار اچولي دي.

آغلي اڅکزۍ وايي : “د دغه رياست اړوند د مېرمنو لپاره يو شمېر انکشافي پروژې تر کار لاندي دي چي په هغه کي کتابتون، جمنازيم او سمپوزيم هم شامل دي” .

په کندهار کي  د مېرمنو د ظرفيت لوړولو په موخه يو هم د پروموټ پروګرام دی چي د ( ۱۲ ) ټولګۍ څخه د فارغه مېرمنو لپاره په کار اچول سوی او د رهبرۍ او مديريت لنډ مهاله کورسونه دائروي.

د دغه پروګرام په هکله آغلي رقيې وايي،  د دغه پروګرام له لاري په اتو دورو کي ( ۵۵۰ ) تنو ښځينه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کي زده کړي ورکول سوي او فراغت ليکونه يې ترلاسه کړي .

د هغې په خبره : په کندهار کي ( ۸ ) مؤسسات د مېرمنو لپاره کار کوي چي ټولي کارکوونکي يې ښځينه دي او ( ۴۸۴ ) مېرمني پکښي په دندو بوختي دي، همدارنګه ( ۵۵ ) تنې په ملکي ادارو ( رياستونو کي ) په دندو بوختي دي.  همداراز  ( ۱۰۳ ) تنې ښځينه عسکري چي ( ۳۵ ) يې ساتنمن، ( ۶ ) يې افسراني او ( ۶۲ ) يې سربازاني دي  په نظامي برخه کي دنده اجرا کوي.

د ښووني او روزني اړوند آغلي رقيې وويل، چي  د پوهني په برخه کي ( ۱۹ ) بابه ښځينه ښوونځۍ او ( ۲ ) ديني مدرسې د ښار په سطحه لرو چي په هغه کي ( ۱۵ ) ښځينه مديراني او ( ۷۵۰ ) ښوونکي لرو چي د ( ۶۵۷۳۸ ) زده کوونکي په روزلو بوختي دي، او په کندهار پوهنتون او عالي دارالمعلمين کي هم ( ۶ ) تنې استاداني او ( ۱۵ ) تنې ښځينه کارمنداني لرو . همدا ډول  د روغتيا په برخه کي ( ۲۲ ) ښځينه ډاکټراني، ( ۷۰ ) نرساني او ( ۱۰۴ ) قابلې ګاني په دندو بوختي دي او د خپلو هيوادوالو خدمت کوي .

آغلي رقیه اڅکزۍ وويل : په دغه رياست کي په زيات شمېر مېرمنو ته په بېلابېلو برخو کي ورکشاپونه دائر سوي دي چي له جملې څخه يې ( ۵۰ ) تنو ته په حقوقي، ( ۲۳۳۸ ) تنو ته په ټولنيزو او ( ۱۱۶۰ ) تنو ته په اقتصادي برخو کي تصديق ليکونه هم ورکول سوي دي .

د ښځو چارو ریاست پر داسي مهال يادي څرګندوني کړي دي، چي لا هم په کندهار کي د ښځو د زده کړي او کار پر وړاندي خنډونه سته .