په هند کي د پښتو ژبي شاعر او عارف (ارزاني خويشکي) خانقا د تصوف په هکله نړيوال سمينار جوړ کړ

Aziz Rahman Hazim | نوومبر 17th, 2018


یووشتمه پیړۍ د تصوف په هنداره کې

نړیوال سیمینار

          د روښاني غورځنګ دنامتو عارف اولارښود ارزاني خویشکي د عرفاني خانقاه له خوا نړیوال علمي سیمینار د هندوستان  په نامتو ښارکالکاته  (کلکته ) کې د سلګونو لیکوالو ، د پوهنتونو د استادانو ، صوفیانو او فرهنګیانو په ګډون چې په هغه کې د ایران او افغانستان لیکوالو او استادانو هم ګډون کړی و په پرتمینو مراسمو سره جوړ اوهند د کلکتې ښار دساینسي علومو د انستیتوت په ادیتوریم کې پرانیستل شو ، ددغه سیمنارتنظیم کونکی د پټنې ښارته څیرمه د آره سیمې پوهنتون د اردو ژبې استاد  اود روښاني عارف حضرت ارزاني خویشکی د خانقاه سرپرست پروفیسور شاه حسین احمد او په کلکته کې د روښاني عارف اوشاعر حضرت ارزاني خویشکي د طریقت یاران وو .

       د روښانی عارف اود پښتوژبې د لومړي دیوان لرونکي شاعر اوعارف د خانقاه مشر حسین احمد نن سبا د هندوستان دعرفاني طریفت له نومیالی لارښوونکو څخه دی چې د روښاني تعلیماتو اوتصوفی افکارو په رڼاکې د زرګونو ارادتمندانو عرفاني لارښونه کوي .  دده په نوښت دا په هندوستان کې لومړني علمي سیمینارو چې پوهانو ، عارفانو او د هند د بیلابیلو طریقو مشرانو او اراتمندانو په کې  ګډون کړی و.

       د دغه علمي سیمینار پرانیستونکي غونډه د پاک قرآن له تلاوته وروسته  د افغانستان د پيژندل شوي لیکوال او دنهرو پوهنتون استاد پروفیسورعبدالخالق رشید په پرانیستونکي وینا سره پرانیستل شوه ، استاد رشید په خپله وینا کې په یووشتمه پیړۍ کې د تصوف پراهمیت او ضرورت او په نړۍ کې دګډ ژوند د تامین اوبشري سولې په اړوند خبرې پیل کړې اوخوښي یې څرګنده کړه چې د سولې ، ورورګلوۍ دغه پیاوړی پیغام د روښاني غورځنګ له نامه او ادرسه د نړۍ اوسیمې پرلور خپریږي.

روښانیانو تل د حق اوحقیقت غږ پورته کړی و اوپه خپل وخت کې یې ظلم او تیرې په وړاندې عرفانی او عملي مبارزه کړې ده . له ایران څخه راغلي میلمه داکتر احسان الله شکراللهی هم دموضوع په اړوند خبرې وکړې اود نړۍ په دغه حساس وخت کې یې د ارزان شاهي عرفانی پلویانو او پیروانو د غه ابتکار وستایه او په ډاګه یي کړه چې د بشریت د خوندی ساتنی اوسوله ییز ژوند په خاطر دداسې یوه اوچت غږ پورته کول دمظلومو ملتونو په ګټه دی . د هندوستان د داردو ژبې  تقویی دملي کمیسون  مشر داکترعقیل احمد ، د ګیا پوهنتون استاد  حسن الحق ، په بنګال کې  د قادریی او چشتیه طریقو مشرانو  استاد قادری ، او نیرمیا او په نهرو پوهنتون کې دپښتو ژبې استاد ډاکتر محمد انور خیري په وارسره د په پرانیستونکې غونډه کې خبرې وکړې چې دوی ټولو دحضرت ارزاني خویشکی د عرفانی خانقاه ددغه نوښت ستاینه او قدردانی وکړ.

ددغه سیمینار دعلمی غونډه په ترڅ کې پر تصوف ، په اوسنیو حالاتو کې  دبشریت د ستونزې دحل یوازنې کیلی، د روښاني طریقت په اهمیت ، د حضرت ارزاني خویشکي په ژوند اوافکارو ، په بنګال کې د روښانی طریق په پراختیا ،  په اوسني وخت کې تصوف د یوې معنوی اړتیا په توګه او لسګونې نورې مقالې چې په هغوکې د عرفان معنویت او طریقت ونډه له اهمیته ډکه بلل شوې وه  دهندوسنان له بیلابیلو پوهنتونو څخه د راغلو پروفیسورانو، ډاکترانو اود تصوف پوهانو له خوا علمي مقالې چې شمیریې تر  (۷۰ ) تنه پوهانو پورې رسیده د دوو ورځو په اوږدو کې وویلې ، ددغه دوه ورځني سیمینار دپایلی غونډه ، دکلکتې ښار د ایران ټولنې د غونډو په تالارکې جوړشوه چې د پوهانو او عارفانو له خوا مثبته وازول شوه .

په هرصورت  ،له هندوستان څخه دبښتانه عارف د عرفاني مزار د سرپرستانو او وارثانو له خوا  دداسې یوه نړیوال غږ پورته کیدل په خپل ذات کې د انسان او انسانیت په وړاندې د مسوولیت غږ و چې دهند پوهانو یې پراهمیت باندې باوردرلود ، دریغه وړخو داوه چې داډول یو انساني غږ د بایزید روښان او ارزاني خویشکی له ټاټوبی څخه ، له هغه هیواد څخه چې ځانونه دتظاهر په جامه کې د ددغه سترعرفاني غورځنګ وارثین بولي پورته شوی وای ، ځکه دوی خو دغه غورځنګ دخپل تاریخ برخه بولي . ښه شو چې داډول غږ د دوی پرځای له نورو هیوادواو بشر دوستو انسانانو له خوا پورته شو . په هند کې پوهانو داهم ویل چې «  د افغانستان واکمنان اوفرهنګی مسوولین علمي سیمنارونه د سیاسی مصلحتو او غرضواو فردي خوش خدمتیو پرلامل دجګړه مارو اوبشرپالو ارادوضد کسانو د خوشالولو په خاطرجوړوی ، خو موږ به دهغوی بر خلاف دمعنویت اوپاک الله د بندګانو د ستونزو دحل په خاطردا ډول علمی اونړیوال سیمینارونه  یوازې د انساني بساینی او صلح کل دهدف اومقصد په خاطرجوړوو»  .

د روښاني طریقت د سجاده نشین په خبره :

« پریږدئ  چې موږ دبشري معنویت په نامه دنړۍ دتاریخ دلانجمنۍ پیړۍ په زړه کې له روښاني ادرسه دتصوف په ونډه او معنوي پیاوړتیا باندې بشریت خبرکړو !!

Copyright Larawbar 2007-2024