کور / راپور / واشنګټن پوسټ: د سي آی اې د تحقيقاتو له مخي، جمال خاشجقي د محمد بن سلمان په امر وژل سوی دی

واشنګټن پوسټ: د سي آی اې د تحقيقاتو له مخي، جمال خاشجقي د محمد بن سلمان په امر وژل سوی دی

د امريکا مهمي خبري رسنۍ د ځينو سرچينو په حواله وايي، چي د امريکا استخباراتي ادارې موندلې ده چي سعودي شهزاده محمد بن سلمان د خبريال خاشقجي د وژني امر ورکړی وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، دوی ته د سي آی اې داسي مالومات رسېدلي دي چي دغې ادارې د خپلو تحقيقاتو په لړ کي موندلې ده چي محمد بن سلمان د مخالف خبريال خاشقجی د وژني امر ورکړی وو.

واشنګټن پوسټ وايي، استخباراتي مالومات ښيي، چي په امريکا کی د سعودي سفير خالد بن سلمان( د محمد بن سلمان ورور) د شهزاده محمد بن سلمان سره ټلفوني اړيکه نيولې او په دغه اړيکه کي محمدبن سلمان  خپل ورور ته سپاږښتنه کوي چي  د استانبول کونسلګرۍ ته ولاړ سي او له هغه ځايه مهم اسناد وباسي  او د خاشجقي د قتل اړوند شواهد له منځه يوسي. په خبرو کي  خالد بن سلمان ډاډ ورکوي چي دا کار به په محفوظ شکل ترسره کړي.

خبريال جمال خاشقجي چي يو وخت د سعودي د شاهي کورنۍ نژدې کس وو، په وروستيو کي ئې د سعودي پر حکومت نيوکي کولې او د سعودي په مشرۍ د يمن د جګړې مخالف  وو.

نوموړی د اکتوبر مياشتي په لومړيو کي په استانبول کی د سعودي کونسلګرۍ ته ننوت چي بيا له هغې خوا راستون نه سو.

 سعودي چارواکو په لومړيو کي ويل، چي نوموړی بېرته له کونسلګرۍ څخه ووتی، خو د ترکيې له لوري د قضيې د جدي څېړلو وروسته سعودي ومنل چي خاشقجي د کونسلګرۍ د مامورينو سره د فزيکي شخړي په ترڅ کي ووژل سو.

 ترکي چارواکي وايي، چی د هغه وژل يو قصدي عمل وو او لا له وړاندي پلان سوی وو.

د جمال خاشقجي مړی تراوسه نه دی موندل سوی، ځيني ترکي رسنۍ وايي، چي د نوموړي جسد د سعودي له لوري په کميايي موادو له منځه وړل سوی دی.

په مکه مکرمه او مدينه منوره کي د جمال خاشقجي غائبانه جنازه هم سوې ده .