کور / تازه خبرونه / پښتنو ماشومانو د پاکستان پوځ ضد لاريون وکړ(بروکسل)

پښتنو ماشومانو د پاکستان پوځ ضد لاريون وکړ(بروکسل)

نن د بلجيم په مرکز برسلز کي د اروپايي اتحاديې د کميسون مخته د ptm څانګي لخوا د پاکستان پوځ او ادارو لخوا د پښتنو سره د غير انساني کړنو خلاف او د طاهرخان داوړ په ظالمانه توګه د شهيدولو پر ضد د تنکيو ماشومانو لاريون جوړ سو.

په لاريون کي مشرانو د خپلو ويناوو په ترڅ کي #لراوبر نه بيلېدونکی يو لوی واحد ملت وباله او د پاکستان دولت او پوځ بشري ضد جنايات يې په کلکه وغندل.

مشرانو وويل چي د لاريونونو تر څنګ په نړيواله کچه د پاکستان لخوا په محکوم او افغان وطن کي د تر سره سوو جناياتو ضد دوسيه جوړوي او پاکستان به د خپل بشري ضد او تروريستي کړنو جواب ويلو ته راکشوي.

#ptmEurope