کور / سياسي / د خلیلزاد او طالبانو خبري: موقت حکومت، عبدالستار سیرت

د خلیلزاد او طالبانو خبري: موقت حکومت، عبدالستار سیرت

د خلیلزاد او طالبانو خبري: موقت حکومت، عبدالستار سیرت

ورځني سیاسي نوټونه (۲۷۰)

د واحد فقيري ژباړه

د اسوشیټیډ پریس مشهوره خبریاله، کاتي ګنان، د نومبر پر ۱۸ مه باندي لیکي چي طالبانو او د متحده ایالاتو خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کي درې ورځني ملاقاتونه سره کړي دي. پدې خبرو کي د طالبانو د هرات پخواني والي، خیر الله خیر خواه، او د هغوی مشهور نظامي قومندان محمد فاضل هم برخه اخیستې وه.

د طالبانو یوې منبع مېرمن ګنان ته ویلي دي چي پدې خبرو کي طالبانو د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر ځنډولو باندي اصرار وکړ،‌ او دغه راز ئې د یوه موقتي حکومت پر جوړولو باندي، چي مشرتوب به ئې یوه مستقل او بې طرفه کس کوي، ټینګار وکړ. طالبانو د موقتي حکومت د مشرتوب لپاره عبدالستار سیرت وړاندي کړ.

همدې منبعې اسوشیټیډ پریس ته ویلي دي چي خلیلزاد غوښتل چي په شپږو میاشتو کي یوې موافقې ته سره ورسېږي، خو طالبانو ویل چي د شپږو میاشتو تقسیم اوقات ډیر لنډ دئ. پدې مذاکراتو کي خلیلزاد د یوه عمومي اوربند وړاندیز هم وکړ، خو طالبانو ور رد کړ. همدارنګه، د بندیانو پر سمدستي ازادولو، پر طالب چارواکو باندي د سفرونو د بندیزونو پر لیري کولو، او د طالبانو د یوه دفتر پر خلاصولو باندي هم موافقه و نه سوه.

مېرمن ګنان لیکي د ټرمپ اداره غواړي چي د طالبانو سره یوې سیاسي موافقې ته ورسېږي، او طالبانو ته ئې زیات امتیازات منلي دي.

په اول سر کي، متحده ایالاتو د طالبانو سره نه کتل، او له طالبانو څخه ئې غوښتل چي د کابل له حکومت سره وګوري، خو طالبانو د کابل رژیم ګوډاګی بلی، او د کابل سره ئې خبري ردولې.

پدې لړ کي، امریکا پر پاکستان باندي فشارونه زیات کړي دي،‌او د همدې فشارونو په نتیجه کي پاکستان ملا عبدالغني برادر خوشي کړ.

خبر لیکي چي پدې ورخو کي خلیلزاد په سیمه کي زیات سفرونه کوي او د یکشنبې په ورځ ئې د اشرف غني سره په ارګ وکتل. ټاکل سوې ده چي خلیلزاد به غني دېته وهڅوي چي د مذاکراتو لپاره ژر تر ژره یو معتبر ټیم جوړ کړي. خو د غني لپاره به د یوه ټیم ټاکل ګران کار وي، ځکه د غني په حکومت کي ژور اختلافات موجود دي.

مېرمن ګنان لیکي واشنګټن غواړي چي د افغانستان جنګ ژر تر رژه ختم کړي، او د افغانستان ۱۷ کلن اشغال بس کړي. د افغانستان سم نیم د طالبانو تر ولکې لاندي دئ، او امریکايي چارواکو بار بار اعتراف کړی دئ چي جنګ یو نظامي بن بست ته رسېدلی دئ.