کور / تازه خبرونه / پاکستان د بيان ازادي وګواښله- کابل پريس کلب

پاکستان د بيان ازادي وګواښله- کابل پريس کلب

پر خبریال ویب پاڼه د پاکستاني هکرانو د پرله پسې بریدونو وروسته پاکستان په رسمي توګه په خپل هېواد کې د خبریال په نامه خبري او تحلیلي ویبپاڼې پر خپرونو بنديز لګولی.

کابل پریس کلب د پاکستان دغه عمل د بیان ازادۍ ته سپکاوی بولي او په کلکو ټکو یې غندي. پریس کلب له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې بلمثل عمل دې وشي او يا دې هم پر پاکستان فشار راوړي څو د خبریال ویبپاڼې نشراتو ته ژر تر ژره په دغه هېواد کې اجازه ورکړي.

همدارنګه کابل پریس کلب اداره وايي چې د پاکستان دغه ګړنه د حقوق بشر د نړیوالې اعلاميې د ۱۹ مادې او د ټولو هغه نړیوالو سندونو او کنوانسینونو خلاف عمل دی چې د بیان د ازادۍ، مدني فعالیتونو او سیاست په اړه د نږدې ټولو هیوادونو له لوري لاسلیک شوي دي.

خبریال ویبپاڼه چې د تېرو ۱۲ کلونو را هیسي له افغانستان سیمې او نړۍ څخه خبرونه او تحلیلي لیکنې خپروي، او ډېرې کله د پاکستان د سیاست د اصلي لوبې په اړه خپلو لوستونکو ته لیکنې خپروي همدا دلیل دی چې د پولې پورې غاړه  هم لوستونکي لري او په بيا بیا د پاکستاني هکرانو له لوري تر بریدونو لاندې راځي. په ۲۰۱۲ کال کې هم www.khabarial.com ویبپاڼې پر خپرونو د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په رسمي توګه بنديز لګیدلي و چې وروسته بیا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فشار پاکستان د یادې ویبپاڼې خپرونو ته اجازه ورکړله.

پاکستان پر دغه ویبپاڼه په داسې حال کې بنديز لګولی چې په هغه هیواد کې سیاسي او اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی او د بیان ازادي هم پکې تر سختو فشارونو لاندې ده.

پای

د کابل پریس کلب اداره