کور / اقتصادي / ټرمپ: نور پاکستان ته مرسته نه ورکوو

ټرمپ: نور پاکستان ته مرسته نه ورکوو

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي دي، چي پاکستان زموږ سره هيڅ مرسته نه ده کړې، نو په همدې اساس مو ۱،۳ مليارده ډالره مرسته ورباندي بنده کړه.

نوموړي د فاکس نيوز سره په يوې مرکې کي ويلي دي، چي پاکستان زموږ سره همکاري نه ده کړې، د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم دوی ساتلی وو،  هغه ته ئې د پوځي چوڼۍ په څنډه کي ځای ورکړی وو، نور مو پاکستان ته ويلي دي چي که د حقاني شبکې او نورو ترهګرو پر ضد اقدامات ونه کړي نو مرستي به ورباندي بندي سي.

ټرمپ وايي، د پاکستان سره مو وړاندي ۱،۳ مليارده کلنۍ مرسته کول، دا چي پاکستان د پام وړ مرسته نه ده کړې نو نور به دا مرسته پر بنده وي.

نوموړی وايي: “موږ اوس دا مرسته نه ور کوو، ما بنده کړه، دا ځکه چې دوی زموږ لپاره هیڅ هم نه کوي”.

د روان کال په لومړيو کي هم ټرمپ پاکستان په دې تورن کړی چي د ترهګرو مالي ملاتړ کوي، د هغه کسانو حمايت کوي چي د افغان او امريکايي ځواکونو پر ضد جګړه کوي، خو په مقابل کي بيا هم د امريکا مرستي ترلاسه کوي.

هغه وخت ډونلډ ټرمپ ويلي وه، چي پاکستان د امريکا پر مشرانو د احمقانو فکر کړی دی، دوی نور موږ نه سي تېر ايستلای، له دې وروسته به ددوی سره حساب کتاب کوو.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی هيواد بلل کېږي او دوې مياشتي وړاندي د پيسو د لېږد د څار نړيوالي ادارې په مالي فساد تورن کړ او د ترهګرو سره د مالي مرستي له امله په خړ ليست کي شامل سو.

نړيوال په دې وېره کی دي چي که د پاکستان د ترهګريز سياست مخه ونه نيول سي، کېدای سي د نړۍ امنيت ته ستر ګواښ رامنځ ته کړي.

د کارپوهانو په نظر، نړيواله ټولنه بايد د پاکستان په مهارولو کي جدي هڅي وکړي، که نه نو کېدای سي د پاکستان ترهګريز سياست به امن هيوادونه هم ناامنه کړي.