کور / راپور / طالبان: د امريکايي استازي سره مو ليدلي دي، خو د مؤقت حکومت خبره نه ده سوې

طالبان: د امريکايي استازي سره مو ليدلي دي، خو د مؤقت حکومت خبره نه ده سوې

طالبانو منلې ده چي ددوی استازو د رواني نومبر مياشتي پر ۱۴، ۱۵ او ۱۶ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امريکا د استازي سره کتلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په قطر کي ددوی استازو د امريکا د يو لوړ رتبه هيئت سره ليدلي دي او د افغانستان د جګړې د سوله ايز حل په هکله ئې بحثونه کړي دي.

ښاغلي مجاهد دا نه دي ويلي، چي ددوی استازو د کوم امريکايي هيئت سره ليدلي دي. خو وړاندي راپورونه خپاره سوي وه چي د افغان سولي په تړاو د امريکا استازي زلمي خليلزاد د يولړ جګپوړو طالبانو سره په قطر کي ليدلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړه چي ګڼي دوی د يو مؤقت حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي، د طالبانو او امريکايي استازي ترمنځ د مؤقت حکومت جوړلو يا د ولسمشريزو انتخاباتو په هکله هيڅ خبري نه دي سوي او په دې هکله خپاره سوي اوازې حقيقت نه لري.

په خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي دا خبري ابتدايي وې او تراوسه پر کومه مسئله توافق نه دی سوی.

د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ دا څوومه ناسته ده  چي په قطر کي کېږي. له دې وړاندي هم زلمي خليلزاد د طالبانو سره د سولي په تړاو خبري اتري کړې دي او په پاکستان کي د طالبانو د مهم مشر ملاعبدالغني برادر په ګډون د څو تنو طالب مشرانو خوشي کېدل هم د خليلزاد او طالبانو د خبرو يوه پايله وه.

په دې وروستيو کي د طالبانو او امريکايي استازو خبري خورا ګرمي سوي دي او ويل کېږي چي دواړه لوري سولي ته ډېر نژدې سوي دي.

د نومبر پر ۹ نېټه هم په مسکو کي د افغان سولي په تړاو يو کنفرانس دائر سوی وو، چي د طالبانو په ګډون د ۱۲ هيوادونو استازو ګډون کړی وو.

افغان حکومت هم وايي، چي تر بل هر وخت سولي ته ډېره زمينه برابره سوې ده او دواړي غاړي د خبرو اترو له لاري يوې موافقې ته ډېر نژدې سوي دي.