کور / #PTM / پښتانه مشران: د طاهر داوړ د وژني تحقيقات دي نړيواله اداره وکړي، د پاکستان پر حکومت باور نه لرو

پښتانه مشران: د طاهر داوړ د وژني تحقيقات دي نړيواله اداره وکړي، د پاکستان پر حکومت باور نه لرو

پښتانه غواړي چي د طاهر داوړ د وژلو تحقيقات دي د نړيوالي ادارې له لوري وسي.

پښتون پوليس افسر طاهر داوړ چي د اکتوبر په مياشت کي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي لادرکه سو، وروسته ئې مړی په ننګرهار ولايت کي ډېورنډ کرښي ته څېرمه د پاکستاني پوځيانو پوستې ته نږدې وموندل سو.

د طاهر داوړ د مړي سره په پښتو ژبه يو ليک هم موندل سوی وو چي دده د وژلو پړه داعش وسلوالي ډلي پر غاړه اخيستې وه، خو دا ليک په اردو ليکدود ليکل سوی وو.

د قبايلي مشرانو يوه پلاوي له افغان دولت څخه غوښتنه کړې وه، چي د طاهر داوړ مړی دي د پاکستان د حکومت پرځای دوی ته وسپاري.

د همدې پرېکړي له مخي افغان دولت د طاهر داوړ مړی د حکومت پر ځای د پښتنو مشرانو ته وسپاره، چي دې کار پاکستان په غوسه کړ او وئې ويل چي په پېښه کي افغان دولت ښکېل دی.

خو د افغان دولت ترڅنګ ټولو پښتنو او د داوړ کورنۍ دا  ادعا رد کړه او وئې ويل چي په دې پېښه کي د پاکستان رياستي نظام ککړ برېښي.

پښتانه مشران او د داوړ کورنۍ وايي، په اسلام اباد کي د هغه لادرکه کېدل او د حکومتي چارواکو له لوري د داوړ په هکله غلط مالومات وړاندي کول دوی شکمن کړي دي چي د طاهر داوړ په وژنه کي پاکستاني استخبارات ښکېل دي.

ويل کېږي څه موده وړاندي طاهر داوړ په پېښور کي څو تنه وسلوال نيولي وه، چي بيا د جګپوړو چارواکو په سپارښتنه خوشي سول، خو دا مالومه نه سوه چي نيول سوي وسلوال پوځيان وه که طالبان. يادي پيښي هم خلګ شکمن کړي دي چي ګڼي د پاکستان استخباراتو نه غوښتل چي ددوی د ترهګريزو فعاليتونو پر وړاندي څوک خنډ ورته پېښ کړي، نو ځکه ئې طاهر داوړ ووژی.

همداراز څېړونکي وايي، کله چي داعش وسلوال د يوې پيښې مسؤوليت پر غاړه اخلي نو په خپله رسمي ويبپاڼه ( الأعماق) کي ئې په هکله اعلاميه خپروي، خو د طاهر داوړ د وژلو په هکله د داعش ډلي هيڅ رسمي بيان نه دی خپور سوی.

د پښتون ژغورني غورځنګ هم د نړيوالي تحقيقاتي ادارې څخه غوښتنه کړې چي د طاهرداوړ د وژلو پېښه دي وڅېړي. ځکه دوی د پاکستان پر اداره باور نه لري او په دې هکله د هغوی تحقيقات ورته د اعتبار وړ نه دي.

د افغانستان حکومت هم ويلي دي چي د طاهر داوړ د وژني په هکله دوه اړخيزه تحقيقاتو ته چمتو دی.