کور / اسلامي / په کندهار کي د ميلاد النبي صلی الله عليه وسلم ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د ميلاد النبي صلی الله عليه وسلم ورځ ولمانځل سوه

د سه شنبه په ورځ په کندهار ولايت مقام کي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د مېلاد په مناسبت د قرآن عظيم الشان ختمونه ترسره سو چي پرمهال يې مرستيال والي عبدالحنان منيب، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو، ديني عالمانو، ملاامامانو، قومي او ولسي مشرانو، د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو او په زيات شمېر ځوانانو ګډون کړی وو .

په غونډه کي لومړی د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ميلاد په مناسبت د قرآن عظيم الشان ختم او دوعاوي وسوې او د لوی خدای جل جلاله دربار ته د اميد لاسونه لپه سوه ترڅو په هيواد کي دائيمي سوله تأمين او افغانان د امن په فضاء کي ژوند کولو ته دوام ورکړي .

په غونډه کی د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ژوند د سيرت يوه برخه بيان سول.

د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب د خپلو خبرو پر مهال وويل: حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هغه وخت نړۍ ته راغئ چي د نړۍ پرمخ جاج او جرمونه اوج ته رسېدلي وه، هغه زياته کړه : نبي کريم صلی الله عليه وسلم يواځي د مسلمانانو لارښود نه بلکي د مځکي پرمخ د ټوله انسانيت لارښود ګڼل کېده .

مرستيال والي د ديني عالمانو او ملا امامانو څخه غوښتنه وکړه چي د ولايتي ادارې سره د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د سيرت اړوند همکاري وکړي ترڅو په دغه برخه کي لنډمهاله او اوږد مهاله سيمينارونه دائر او عام خلګ ورڅخه ګټه اخيستنه وکړي .

د ربيع الأول د دولسمي نېټې (ميلاد النبي صلی الله عليه وسلم) په مناسب ولسمشر اشرف غني د ګڼو بنديانو د ازادولو فرمان صادر کړی دی، چي د کندهار د محبس څخه هم د ګڼو بنديانو د ازادولو فرمان صادر سوی دی.