کور / کیسه / د کلي مجاهد

د کلي مجاهد

لنډه کیسه : ماهر احسانزی

زه ډاډه وم ، چې هر قدم به مې د ثوابونو او اجرونو په تله کې حسابېږي . ما چې څه له خپلو رهبرانو اوریدلي و او بیا چې زمونږ  امرصاحب به څه ویل نو لا به يې له خولې نه و  وتلي ، چې ما به پر ځای کړي و.
هغه ورځ مې په یاد ده ، چې د خپل ګاونډي زوی مې په دې خاطر تر روغتونه  ورسوو ، چې له  حلقیانو سره يې ستړي مه شي کړې وه .
عبید او ورونه يې هم زما له ویرې کلي ته نه راتلل ، ځکه ما ورته ویلي و چې ښوونځی خوشي کړي ، خلک په کې کافران کیږي .
زه دومره د اسلام په مینه کې مست وم ، په ځان ته ځان به مې پر پوستو حملې کولې ، امر  صیب به خبر هم نه و ما به ورته دوه ، درې نفره لاس تړلې مخې ته وغورځول ، چې دوی په حکومت کې کار کوي .
دا زما برکت و ، د حکومت یو موټر هم په سړک یا نه راته او که کوم کاروان به د جنګ لپاره را روان هم وو ، نو سړک داسې شوی و ، چې د موټرو سره به پلی هم تلی شوې .
د هر پلچک سره مې دومره شپې رڼې کړي دي ، چې یو خدای ته پته ده .
دا زما خپله وړتیا ده ، د اسلام سره مې مینه ده ، چې په ټولو مجاهدینو کې مې نه د منډې څوک و او نه د عمل .
لا به د ښوونځي امر نه و شوی ، چې باید څوک ورته رانشي ما به له ښوونکو قرارګاه ډکه کړې وه .
د پورې کلي لوی  او واړه خو راسره مخ کیدلی هم نشول  دوی پوهیدل ، چې ماته يې زورولو روحي تسکین راکاوه ، ځکه د دوی په کلي کې خلقیانو پوسته جوړه کړې وه او کله کله به يې  خره  د پوستې د مهماتو اکمال لپاره ورکول .
که به له ما سره مخ هم شول نو ورسره مې په لاس ستړي مه شي نه کولې ، چې بیا به ګناهکار شم ، مونږ  ته به امر صاحب ویل چې له کافرو او ملګرو سره يې ناسته ولاړه منع ده او که څوک ورسره ستړي مه شي وکړي نو باید لاس يې غوڅ شي .
زما له شنو سترګو دوی ته ډېره غوصه راتله ، په یو فصل هم رانه نه دي ښاد شوي.
کله به یې چې درمندونه ټول کړل ، یا به مې ورته اور اچاوه او یا به مې له همدې ځايه پر پوستې ډزې کولې چې بلاخره به درمندونو اور واخیسته .
ماته په قرارګاه کې چې امر صیب به و ، خوب نه راته ، چې خدای مه کړه پر ده څه ونه شي او بیابه د جنګ لپاره مشر نه لرو .
زه پردې نه خوشالیدم ، چې څوک راته قومندان صاحب ووايې ، ټوپک راپسې وګرځوي خو پردې به مې روح تسکین کاوه چې د خپل امر لارښونې ژر پوره کړم .
ما ته هغه مجاهد له ورور څخه کم نه ښکاریده ، چې حکومت  ته دبه يې ډېر زیان اړاوه ، یا به یې  دوه درې عسکر ووژل .
زه مې ضمیر ته همدومره ملامته وم چې د ولسوالۍ په بازار کې هلکان ښوونځي ته تلل او کلینک لاهماغسې فعال و .
زما د نن شپې کار همدا و ، چې باید د حکومت پام بل خوا واړوم ، چې د ولسوالۍ دا د کفر مرکزونه هم د خاورو سره خاورې کړم.
د پښو ترپهار مې  تر غوږو شو .
ورسره جوخت دروازه وټکیده .
قومندان اجازه ده ؟
ــ راځه !
ـــ امرصاحب دې غواړي .
ـــ  درغلم .
ځان مې تر امر صیب ورسوو .
اسلام علیکم ..
ـــ وعلیکم اسلام
ـــ امر صاحب څه مو ویل ؟
ــ هو د تنظیم مشر غواړي ، چې ځینې نوي کارونه ترسره کړي ، د تنظیم په رهبرۍ کې هم نوي بدلونونه راځي .
ــ سمه ده امر صاحب زه دلته هر څه کنترولوم ، تاسې بې غمه اوسئ !
ـــ نه ، دواړه ځو .
ــ زه خو نن شپه د ولسوالۍ پربازار حمله کوم .
ـــ نه دا کار به نورو مجاهدینو ته پریږدو .
ــ سمه ده .
نه پوهیدم چې ځای په رسیدو مې ولې له امر صاحب پوښتنه کوله .
ما څه ګناه کړې ده ؟
زما جرم څه شی دی ؟
دا زما دومره قربانۍ څه شوې ؟
ما خو  والله که نه خپله په مړه ګيډه ډوډۍ خوړلې وي او نه مې مجاهدینو ته تر هغې څه اخیستې وي ، چې پوهیدم ګوزاره يې روانه ده .
ماته نه یادېږې ، چې پر توشک به مې خوب کړی وي . ما له مولوي صاحب اوریدلي ، چې په جهاد کې چې څومره تنګسې او تکلیفونه ډېر وي الله ډېر اجر ورکوي .
زه لا ټيټ شوی نه وم چې له لاسه يې ونیولم اوويې ویل :
دې قالینو باندې هر سړی له بوټانو سره ګرځي د عربو پیسې دي ، څه مزدوري خو يې نه ده کړي چې زړه يې ورباندې وسوځیږي .

1397__ 8__ 30