کور / کیسه / ږیره

ږیره

لنډه کيسه
لیکوال: نورالله غازي 

د چا د شيخۍ ذکر چې راشي، زما سترګو ته ملا شيرين جان کلک ودرېږي. ښه مې په یاد دي، چې څو کاله وړاندې يوه ورځ د کلي د جومات پيتاوي ته له کليوالو سره ناست و، په وېړه خوله يې ټولو ته کتل، په يوه لاس يې د تسپو دانې اړولې او په بل لاس يې په خپله توره او اوږده ږيره لاس راتېراوه، چې کوم  ويښته به لاس ته ورغی، په خورا اختياط به يې په خوندي ځای کې کېښود. مجلس ښه ګرم و، ټوله خبره په ږيره راڅرخيده، د ټولو سترګې د شيرين جان په ږيره ښخې وې، شيرين جان ته خلکو په  ملا  هم ويل؛ ځکه چې د جهاد په دور کې يې ورپسې ډېر لمونځونه کړي وو، ځینو ته یې نکاح هم تړلې.
سرور چې کونډۍ ږيره يې درلوده، شيرين جان ته وويل:
ـ ملا صیب! تا ګيره کله خريلې هم ده، که نه همداسې . . . .
هغه په ږیره لاس راتېر کړ:
ـ چې کله ستا غوندې ژڼکی وم، ژڼيتوب و، بياکل توب و، نو هلته مې خريله، يره غاړه مې بنده مه کې، درې څلور کاله مې خريلې وي، دا اته ويشت دېرش کاله کېږي، چې بيا مې ګوتې ام نه دي وروړي.
سرور بيا پسې زياته کړه :
ــ   یره ګيره له تا سره ډېر خوند کوي، ډېره ښکلې ګيره دې ده.
د شيرين جان به خوله جينګه شوه او په ږيره به يې پرلپسې لاس راتېر کړ.
نازک ماما دې خدای وبښي، هغه ګډه وډه سپینه اوږده ږیره درلوده، په غوږو دروند و، د عادت سره سم يې په لوړ غږ وويل:
ـ وه ملا! لکه چې دا ګيره توروې، که څنګه داسې توره مالومېږي، ته خو ډېر ځنډينی (پخوانی) يې . . .
شيرين جان خندني وويل :
ـ نازک ماما، توروم خو يې نه . . .
له جيب نه يې ایېنه راوويسته، مخ ته يې ونيوه، چې د ږيرې د وېښتو بيخونه يې سپین ورته مالوم شول، هينداره يې بيرته په جيب ته واچوله، ده چې خبرې ته ځان جوړاوه، نعيم چې تر ډېره غلی ناست و، په وېړه خوله زياته کړه:
ـ نه ملا صاحب، خو هماغسې وړکی دی، ګيره يې نه ده سپينه شوې، هسې د سر ويښتان يې ورته دې شامپوګانو سپین کړي دي….
شيرين جان چې پر خوله يې موسکا خوره وه، وويل:
ـ ګيره ډېر ښه شی ده، سړي د مخ نور ورسره په ځای وي، تاسې وګوری، د چا چې ګيره وي، ښه ښکاري….
ما ته یې په موسکا وکتل:
ـ  او که خړمخی! چې ماته خو څوک د ګیرې په یو ويښته یولک روپۍ راکړي هم، که د ګيري يو ويښته هم خراب کړم، ګیره خو د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سنت دی، څوک چې په ګيره چاړه ږدي لکه د پيغمبر په زړه چې چاړه ږدي.
موږ ټولو چې تر اوسه مو په خوله موسکا وه، جدي بڼې خپلې کړې او په یو غږ مو وويل:
ـ  هو والله ….
*  *  *
څه مود ه وروسته لندن ته د تګ خبره ګرمه شوه، چې چا به يوه څه شته درلودل، نو لندن ته د تګ غم به يې کاوه او په خيالونو کې به يې د لندن لوړپوړيزه ماڼۍ جوړولې، څوک چې لندن ته رسيدلي وو، هغوی خو د خلکو په زړونو کې لا پړي واچول، هغوی ویل چې لندن خو لندن دی، پيسې پکې د خاورو غوندې تلې دي، د مياشتې يو لک روپۍ جوړوو.
دې خبرې شيرين جان هم په نويو نويو سوچونو کې کړ، ده زړه کې وويل،  که چېرې زما تربوران لندن ته ورسيدل، هر يو به موټرونه اخلي، غټ کاروبار به يې وي…. زه هم بايد کرار کېننم، يو څه خو بايد وکړم، زامن او ورارونه مې که واستوم، هسې نه چې هلته خراب شي، دوی مې هم له لاسه ووزي او پيسې هم.  که زه ځم، کور به ګوښی او بې مشره پاتې شي. تر څه وخته یې همدا سوچونه په سر کې کرځیدل. اخېر د پيسو په راغونډولو لګیا شو. څه وخت وروسته پېښور ته روان شو او هلته يې له قاچاقبرانو سره خبرې وکړې، شيرين جان چې پيښور نه بيرته راستون شو، په لاس کې يې د تسپو په ځای د انګلیسي ژبې د زده کړې کتاب ښکاريده او پر شونډو يې د ذکر پر ځای د انګلیسي نوې نوې کلمې.
خلکو به کله کله ورسره ټوکې کولې:
ـ  ته خو ملا يې، لندن کې څه بلا غواړې؟ دا دومره اوږده ګيره به ورته خريې، که څنګه؟
شيرين جان به په جدي لهجه وويل :
ــ   نه، ګيره څنګه خريم، که لږه وړه غوندې شوه وي به؛ ګنې که ډېر مجبور هم شم ږيره به ونه خريم.
څه موده وروسته شيرين جان پسې احوال راغی، چې بله ورځ دې پرواز دی. شيرين جان دوه مياشتې وروسته لندن ته ورسيد، په لندن کې يې ښه کاروبار جوړ شو، څو مياشتو کې يې کور ته دوه لکه کلدارې هم راولېږلې. يو کال وروسته يې کور ته عکسونه راولېږل، په عکسونو يې د کور غړي راپنډ وو، ناڅاپه د شيرين جان څلور کلن زوی سيلدلی له بهره راننوت، په عکسونو يې ورټوپ کړ:
ــ   د لالا عکس مې راکړئ، د لالا جان عکس….
يو عکس يې راواخيست، ورته ځير شو، سترګو ته يې نږدې ونيو اوبیا یې بيرته وغورځاوه :
ـ  ماته مې د لالا عکس راکړئ، دا سور مخی ناولی خو زما لالا نه دی….
له دې خبرې سره ټولو د کور غړو يو بل ته وکتل او پر شونډو يې پيکه غوندې موسکا وغوړيده.

پای