کور / د ماشومانو نړۍ / په مناسب وخت کې اقدام کول!

په مناسب وخت کې اقدام کول!

عبدالله وردک

 انګلستان – نومبر – ۲۰۱۸

 

 ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

په مناسب وخت او مناسب ځای کې، مناسب اقدام، ډېرې دنیوي ستونځې په ښه توګه حل کولای شي. نو لدې کبله، مناسب اقدام، په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، باید حتمي او ضروري، په لازمه توګه تر سره شي.

غواړم، د پورتني عنوان د تاىٔید او تصدیق له پاره دغه لاندې مثالونه وړاندې کړم.

۱ – فرض کړئ، چې یو پلار او یا یوه مور، خپلو اولادو ته بې اندازې زیات ناز ورکوي، او دوی دواړه دغه شانته فکر کوي، چې د دوی اولادونه چې کله لوی شي، نو هغه به پخپله ښه شي. یعنې دواړه مور او پلار، په مناسب وخت کې، د خپل اولاد په تربیه کې، سم اقدام نکوي، نو لدې کبله، د دوی اولادونه، خدای مکړه، بې تربیې آموخته کیږي، او بیا هر ډول غمونه، او جګرخونۍ ګټه نکوي.

۲ – فرض کړئ، چې په یوه کورنۍ کې، د ۲ وروڼو ترمنځ، په یوه شي جنجال واقع کیږي، او پلار او مور د موقتي آرامۍ په خاطر، دواړو ته څه نه وایي، او چې کله دغه وروڼه ښه یو او بل سره ووهي، نو بیا د هغوی پلار او مور مداخله کوي. نو دغه بې وخته اقدام، هېڅ په درد نه خوري. په بل عبارت، که دغه پلار او مور، په لومړي سر کې د حق طرف نیولی وای، او د خپلو زامنو په مابین کې یې، د حق فیصله کړې وای، نو خبره به بیا دومره نه جنجالي کېده.

۳- که چېرې په کوم مجلس کې، دوه نفره سیاسي بحث کوي، او نور خلک آرام ورته ناست وي، او مشران د دوی په بحث کې ځانونه بې طرفه نیسي، او چې کله بیا خبره جنګ او کنځلو ته ورسیږي، نو بیا مشران اقدام کوي، چې دغه بې وخته اقدام بیا کومه ګټه نشي رسولاي، ځکه چې په هغه وخت کې، بیا ژور خفګان د دوی ترمنځ واقع شوی وي. که چېرې، دغه مشرانو، په اول کې د حق طرف نیولی وای، نو هغه به د ټولو په ګټه وای، او تجاوز کار به هم پوه شوی وای، او کېدای شوای، چې دغه تجاوز کار خپلې اشتباه ته متوجې شوی وای.

۴ – که چېرې، په یوه ټولنه کې، د هغه مشران د ملانصرالدین په شان ټولو ته حق په جانب وایي، او غواړي، چې څوک له خپله ځانه څخه خفه نکړي، نو دغه ډول مشران ډېره غټه اشتباه کوي، او د دوی دغه ډول رویه، دغه ټولنه، د بربادۍ لورته بیایي، چې باید دغسې ونشي. مشران باید قاطع او عادلانه اقدام، په مناسب وخت کې تر سره کړي، او پرېنږدي، چې وضعه د بحران خواته لاړه شي.

۵ – فرض کړئ، چې په یوه کور کې نګورانې، یو له بل سره جنجال کوي، او د هغوی خسر او خواښیې ته حقیقت ښه معلوم وي، او هغه د خپلې موقتي آرامۍ په خاطر، د هغو په جنجال سترګې پټوي، نو دغه شانته خسر او خواښیې باید پوه شي، چې دوی سم کار نکوي، او دغه شانته کور باید یوې بربادۍ ته سترګو په لاره وي. اما، که دغه خسر او خواښیې، د حق طرف ونیسي، نو کېدای شي، چې دغه موقتي خفګان، پدغه کور کې، یوه دایمي خوښحالي منځ ته راوړي.

۶ – فرض کړئ، دوه ملګري د یوه شي په خاطر، یو له بل سره خفه وي، او یو درېیم سړی، راپورته شي، چې د دوی په منځ کې روغه او جوړه وکړي، او د دوی د خفګان اصلي علت پیدا نکړي، نو دغه شانته روغې او جوړې ته، اصلي روغه او جوړه نه ویل کیږي، او ډېر امکان شته، چې دغه خفګان په راتلونکي وخت کې، بیا را پورته شي. نو مشرانو ته لازمه ده، چې اول د دوی د خفګان اصلي علت پیدا کړي، او بیا هغه اصلاح کړي. د مثال په توګه، یو سړی یوه مرداري، د خاورو پذریعه، په یوه عامه لار کې پټوي، او هغه خوښحاله هم وي، چې د مردارۍ په سر یې خاورې وښیندلې، او هغه یې پټه کړه. اما هغه خبر ندی، چې که بل سړی په همغه مردارۍ، خپله پښه کیږدي، نو کېدای شي، چې د دغه سړي بوټان، او کالي هم پدغه موقتي پټه شوې مردارۍ، ککړ او بې نمازه شي. نو د ښه نفر دپاره لازمه ده، چې مرداري په دایمي ډول، د لارې څخه لیرې کړي.

۷ – که چېرې، د افغانستان خلکو، په مناسب وخت کې، نېک اقدام کړی وای، نو کېدای شوای، چې په افغانستان کې به دومره ستونځې منځ ته نه وای راغلې. اما، متأسفانه، د افغانستان خلکو، ټولو په یوه آواز سره، د ظلم په مقابل کې یو ځای، په یوه وخت کې اقدام ونکړ، چې په نتیجه کې یې ټول ملک دربدر او خاورې په سر شو.

دپام وړ ټکي:

هغه ټولنه به ډېره نېکمرغه او کامیابه وي، چې عادل، پوه، له انصافه ډک، او قاطع مشران ولري، چې هغوی په سختو حالتونو کې ښه په وخت ګټور اقدام وکړي، او خپله ټولنه، له بربادۍ څخه وژغوري.

هغه مشران چې د ښه او بد توپیر نشي کولای، او هر کس او ناکس ته په یوه سترګه ګوري، هغوی په حقیقت کې مشران نه، بلکې ټیکه داران دي، چې شپه او ورځ، بل کار نلري، او خپل ملک او خلک د بدبختۍ لوري ته کښوي.

په پای کې یوځل بیا، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته، په ډېره عاجزۍ سره، دواړه لاسونه د دعاء دپاره پورته کوم، چې الله(ج)، د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته، سوله راولي، چي هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com