کور / راپور / ننګرهار: په مسجد کي چاودني ملا امام ژوبل کړ

ننګرهار: په مسجد کي چاودني ملا امام ژوبل کړ

د ننګرهار ولايت په يو جومات کي د چاودنه سوې او  ملا امام پکي ژوبل سوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي د ياد ولایت مومندرې ولسوالۍ د غزګي په کلالي سیمه کي نن مازیګر د جومات په ممبر کي د ځای پر ځای سوو چاودیدونکو توکو د چادني له امله د مازیګر اذان نیمګړی پاتي سو  او د مسجد ملام امام سخت ټپي سوی دی.

ويل کېږي چي د چاودني له امله د مسجد ملا امام پښه له لاسه ورکړې ده.

د خوګياڼي په خبره، پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه،کله چي ملا امام عبدالله د مازیګر د لمانځه اذان کاوه  او د اذان په نیمایي کې پرې چاودنه وسوه .

بل خوا د کابل د علماوو شورا مرستيال مولوي عبدالبصير حقاني هم نن ۲ بجې د کابل په چهلستون سيمه کي د نامالومه کسانو له لوري ويشتل سوی او خپل ژوند ئې له لاسه ورکړی دی.
ښاغلی حقاني يو له هغه علماوو څخه وو، چي پر وسلوالو مخالفينو ئې سختي نيوکي کولې او ځانمرګي بريدونه ئې په شدت غندل.

په دې وروستيو کي پر مذهبي غونډو او مقدسو ځايونو باندي بريدونه زيات سوي دي، چي تر ټولو خونړۍ پېښه درې ورځي وړاندي د کابل په اورانوس هوټل کي وسوه چي تر ۵۰ زيات ديني علماء، مخور او استادان ئې ووژل او تر ۱۰۰ زيات ئې ژوبل کړه.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه، چي په اورانوس نومي هوټل کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځ لمانځل کېده، په دې لمانځغونډه کي د قرآن کريم تلاوتونه، احاديث او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت بيانېده چي ځانمرګي بريدګر ځان ته پکي چاودنه ورکړه او په لسګونو کسانو ته ئې مرګژوبله واړول.

د کابل بريد طالبانو هم وغندی او دا ئې د شر اچونکو کار وباله.

ترډېره پر مذهبي غونډو او جوماتونو باندي د بريدونو پړه داعش وسلوال پر غاړه اخلي، خو د اکتوبر د ۲۰ نېټي د کابل د بريد پړه تراوسه کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.

.