کور / راپور / افغان ځواکونه ولي د ولسي پاڅونونو قومندانان نيسي؟

افغان ځواکونه ولي د ولسي پاڅونونو قومندانان نيسي؟

د اشرف غني په حکومتي دوره کي ځيني مهم پوځي قومندانان نيول سوي چي په زندانونو او يا هم توقيفځايونو کي دي.

افغان دولت ادعا کوي چي خپلسري وسلوال خپله د دولت پر وړاندي ستره ننګونه ده او د هغوی شتون د امنيت په سمون نه بلکي په لا خرابېدلو کي ونډه لرلای سي.

د روان کال د جولای مياشتي په لومړيو کي د فارياب ولايت په مرکز کي قومندان نظام الدين قيصاري ونيول سو.

قيصاري په فارياب ولايت کي د سيمه ايز ولسي پاڅون يو قومندان وو، نوموړی د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم نږدې ملګری او باوري کس وو.

قيصاري چي تازه د قومندان په توګه ټاکل سوی وو د وسلوالو طالبانو پر ضد جنګېده، خو په وروستيو کي د اولسي وګړو د زوروني او وژلو تور ورباندي پوري سو.

نوموړی په دې تورن وو چي د ولسي وګړو څخه باج اخلي، جنسي زوروني ئې کړي او ناقانونه وسلوال ساتي.

قومندان قيصاري په يوه غونډه کي افغان ځواکونو ته هم اخطار ورکړی وو او په ياد ولايت کي ئې د افغان ځواکونو قومندانان په مرګ وګواښل، چي د همدې غونډي وروسته د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ونيول سو او کابل ته يووړل سو.

د قيصاري د نيولو سره سم د افغانستان په شمالي ولايتونو کي ګڼو خلګو د قيصاري په ملاتړ لاريونونه پيل کړه او د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه ئې کول. خو ولسمشر اشرف غني بلخ ته د خپل سفر په وخت کي هلته امنيتي ځواکونو ته امر وکړ چي هر هغه وسلوال ونيسي چي د امنيت په وړاندي خنډ رامنځ ته کوي.

له دې وروسته په کندوز کي يو بل وسلوال قومندان عبدالمتين چي په متينک مشهور وو ونيول سو، پر متينک هم د خپلسرو وژنو، غلا غديو او ناقانونه وسلوالو ساتلو تورونه دي. د متينک په نيولو د سيمي خلګ خوښ وه.

د خلګو په وينا، نوموړي به د لويو لارو پر سر له مسافرو پيسې اخيستې او په سيمه کي  ئې په  غلا او اختطافونو کي لاس درلود.

ددې سره هممهاله د اروزګان په مرکز ترينکوټ کي قومندان رحيم الله هم د افغان ځواکونو له لوري ونيول سو او د تحقيقاتو لپاره کابل ته يووړل سو.

قومندان رحيم الله چي د اروزګان د مخکني امنيه قومندان مطيع الله ورور دی، په دې تور ونيول سو چي په سيمه کي ئې خپلسري وسلوال ګومارلي او د هغوی په مټ ولسي خلګ ځوروي او په ناقانونه توګه له خلګو پيسې اخلي.

افغان دولت وايي، چي ډېر هغه قومندانان او وسلوال ئې نيولي دي چي د امنيت لپاره خنډونه جوړوي.

 د قومندانانو د  نيولو په لړ کي نن يکشنبه د افغان ځواکونو صفر يک قطعې د کابل په لويديځ کي قومندان علي پور چي په شمشېر قومندان مشهور دی ونيوی.

نوموړي درې کاله وړاندي يوه ډله جوړه کړه او په دې وروستيو کي ئې په غور ولايت کي فعاليت کاوه.

په غور ولايت کي هم افغان ځواکونو د قومندان علي پور  د نيولو په موخه عمليات پيل کړي وه چي نوموړی ترې روغ ووتی. خو په عملياتو کي افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې وه.

پر شمشېر قومندان تورونه دي چي خپلسري وسلوال ئې ساتلی، خلګ ئې وژلي او چور او چپاول ئې کړی دی.

علي پور نن سهار د کابل لوېدیځ ته د قاضي کلا په سید اباد تمځي کي له فلینګوچ کوزېده چي ونیول سو.

د علي پور د نيول کېدو په غبرګون کي د کابل په لوېديځ کي ګڼ شمېر خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي او د نوموړي د خلاصون غوښتنه کوي. لاريون کونکي له دولته غواړي چي قومندان علي پور خوشي کړي.

داسي راپورونه هم ورکول سوي چي ځينو لاريون کونکو د پوليسو رنجر موټر ته اور اچولی دی، چي په دې سره پوليسو د لاريون کونکو د تيت او پرک کولو په موخه هوايي ډزي کړي دي.

له دې وړاندي د قومندان قيصاري د نيولو په غبرګون کي هم  په ځينو شمالي ولايتونو کي د څو ورځو لپاره لاريونونه روان وه، خو قومندان قيصاري لا تراوسه هم د افغان ځواکونو په لاس کي دی.