کور / اقتصادي / په کندهار کي د تخنيکي او مسلکي زده کړو لپاره ودانۍ پرانستل سوه

په کندهار کي د تخنيکي او مسلکي زده کړو لپاره ودانۍ پرانستل سوه

د يکشنبې په ورځ د کندهار ښار په دوهمه عينومېنه کي د تخنيکي او مسلکي زده کړو لپاره د نوي تعمير د جوړېدو چاري بشپړي او د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب لخوا رسماً د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو .

په دغه مراسمو کي د ښار او کور جوړولو رياست رئيس انجنير محمد حنيف وويل : د تخنيکي او مسلکي زده کړو دغه تعمير په ( ۸ ) جريبه مځکه کي جوړ سوی چي ( ۱۵ ) صنفونه، ( ۱ ) لابراتوار، ( ۶ ) بابه اداري اطاقونه، ( ۲ ) بابه محافظوي اطاقونه لري .

ښاغلي حنيف وويل : د دغه تعمير پروژه د کندهار د معارف رياست په غوښتنه د ( ۲۰۳۶۲۴۲۷ ) افغانۍ په لګښت د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا د ( ۱۴ ) مياشتو په موده کي پلي سوې ده .

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وايي،   ددغه تعمير په جوړېدو  سره به د تخنيکي زده کړو اړوند تر زياته حده ستونزي حل سي .

ښاغلي منيب وويل : په دغه تعمير کي به سلګونه زده کوونکي تخنيکي او مسلکي زده کړي کوي، همدارنګه هغه د اړونده رياستونو څخه غوښتنه وکړه چي په راتلونکي کال کي دي د دغه تعمير لپاره د نورو صنفونو د جوړولو زمينه هم برابره کړي ترڅو په زيات شمېر زده کوونکي ورڅخه ګټه اخيستنه وکړي، نوموړي د ټولو زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه چي د دغه تعمير په ساتنه کي دي تر خپله وسه هڅه وکړي .