کور / #PTM / د ټول افغان مالکیت 

د ټول افغان مالکیت 

ليکنه: مجید ژړاند
له هغې ورځې چې د یو عظیم ملت وجود پر ډیورنډ فرضي کرښې نیم شو ، نو ورسره جوخت د کرښې دواړه غاړې ولسونه د پرنګي په مقابل کې ودرېدل او د خپل یووالي لپاره لپاره یې د علمي او عدم تشدد  تر مبارزو وړاندې د پرنګي ښکېلاک په وړاندې مقدسه جګړه وکړه او دا سپېڅلې جګړه ددې لامل شوه، چې د برتانوي امپراتوري په ړنګېدو شوه، ډیورنډ فرضي کرښې پر نوم شوي تش په نوم تړون څخه دری کاله وروسته انګرېزانو ددغه کرښې نښه کولو عملي چارې پیل کړې، چې بیا هم واحد ملت د کرښې دواړو غاړو ته د پرنګیانو په وړاندې موانع جوړې کړې او کرښه د تړون مطابق په نښه نه شوه، د مصنوعي هیواد په جوړېدو سره د واحد افغان ملت اراده لا پیاوړې شوه او ددغه مصنوعي هیواد پر ضد وسلوالې مبارزې زور واخیست، د جومات له منبرونو د ازادۍ غږونه راتلل او خدای بښلي باچاخان محکوم افغانان د عدم تشدد په فکر سره راټول او د ازادۍ چیغې یې پورته کړې.
پاکستان د خپلې پالیسي له مخې د ترهګرو سره مل یو هیواد شو او له ترهګرو  سره یو ځای محکوم افغانان وژني، پنجاب په خپل رنګ کې کوټ خوري او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ازادۍ د تر لاسه کولو لپاره یو پیل شوی انقلاب دی او د همدې لوی خوځښت له لوري د لوی افغان د خوندیتوب اواز اوچت شوی او همدې لوی تحریک د تاریخي لوی افغانستان د جوړېدو مبارزې هڅې پیل کړې دي، په خپله خاوره خپل اختیار غواړي او د خپلو وروڼو د وینو حساب کتاب یې پیل کړی، نجیبه تر نقیبه د شویو وحشتونو زمه وار پاکستان دی، له امو تر اباسینه جغرافیه د ټول افغان مالکیت دی او تر هغه پورې زموږ په هیواد کې د سولې خوب هم نه رښتیا کېږي، تر څو چې د لوی او تاریخي کور لوی افغانستان د جوړېدو جوګه نه شوو.
منظور پښتون د لوی افغان د عزت او حثیت مبارزه پیل کړې ده، د لروبر ولسونو حثیت او عزت یواځې او يواځې په لوی افغانستان کې خوندي کېدای شي.