کور / راپور / د ارواښاد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي د مرګ څلوېښتمه ورځ د قران کريم په ختمونو ولمانځل سوه

د ارواښاد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي د مرګ څلوېښتمه ورځ د قران کريم په ختمونو ولمانځل سوه

د دوشنبې په ورځ د ارواښاد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي د مرګ څلوېښتمه ورځ په کندهار ولايت کي د قرآن کريم د ختمونو او د هغه د ارمانونو د پوره کېدلو په موخه د سولي اړوند يوه لويه غونډه هم جوړه سوه، چي پرمهال يې مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، د ولسي جرګې لومړی مرستيال او غړي يې، په هند هيواد کي د افغانستان مخکنی سفير، د ولايتي شورا رئيس او غړو يې، د دولتي ادارو رئيسانو، تجارانو، د هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو دولتي، قومي او ولسي مشرانو، د دغه ولايت زيات شمېر ځوانانو، قومي  مشرانو، او مدني فعالانو برخه اخيستې وه .

په غونډه کي د ارواښاد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي پر کارنامو، لاسته راوړنو او د هغه ارمان چي سوله وه پر راوستلو يې هر اړخيزه بحثونه وسول .

په دغه غونډه کي مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل : ارواښاد ستر جنرال عبدالرازق زړور او سپېڅلی جنرال وو  چي د اولس په خدمت کي يې خپل سر قرباني کړ او يادونه او کارنامې به يې هيڅکله د کندهاري اولس هېري نسي .

ښاغلي منيب زياته کړه : ارواښاد ستر جنرال د امنيت ترڅنګ په ولسي او ټولنيزو برخو کي ځانګړی رول درلود او د خپل اولس لپاره يې په پوره مېړانه وخت پر وخت خدمت ته دوام ورکړی وو .

نوموړي وويل : د ارواښاد يوازينی لوی ارمان سوله وه چي په دغه برخه کي يې هر وخت هڅه کړې وه او د امکان ترحده يې خپل مسؤليټ اداء کړی وو، د هغه د دغه ارمان په پوره کولو کي بايد ټوله په ګډه سره پوره هڅه وکړو چي نوموړي موخي ته رسېدلي او د ارواښاد ارمان مو پوره کړی وي .

مرستيال والي پر ټولو اولسونو او قومي مشرانو باندي ږغ وکړ چي د خپل وطن د ابادۍ لپاره سره يو موټی او يوځای سئ ترڅو د افغانستان ناخوالو ته مو د پای ټکی ايښی او په بيارغولو کي يې ټولو خپل مسؤليت په ښه ډول اداء کړی وي .

په غونډه کي د ولسي جرګې لومړي مرستيال او غړو يي، په هند هيواد کي د افغانستان مخکني سفير، د ولايتي شورا رئيس او غړو يې، د کندهار، اروزګان. زابل او هلمند قومي او ولسي مشرانو هم خبري وکړې او ويې ويل : ارواښاد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی د ټوله افغانستان ارواښاد دی چي نوم او کار نامې به يې د تل لپاره ژوندۍ پاته وي، نوموړو زياته کړه : د هغه د ارمانونو په پوره کولو کي به پوره هڅه کوو ترڅو په هيواد کي مو تلپاته سوله راغلې او اولس مو د امن په فضاء کي د ارامۍ او هوسايني له ژوند څخه برخمن سوي وي .