کور / راپور / ملي امنيت: قومندان علي پور مو د ناقانونه کړنو له امله نيولی دی

ملي امنيت: قومندان علي پور مو د ناقانونه کړنو له امله نيولی دی

د ملي امنيت لوی رياست وايي، چي قومندان علي پور ئې د ناقانونه کړنو او خپلسره وسلوالو ساتلو په تور نيولی دی.

د ملي امنيت په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي، چي قومندان علي پور په جنګي جرمونو ککړ دی چي د ناقانونه وسلوالو ۱۵۰ کسيزه ډلي په مرسته ئې له باغوانانو، شخصي شرکتونو او مسافرو څخه باج اخيستی.

ملي امنيت وايي، چي څو ورځي وړاندي ئې د نوموړي د نيولو په موخه عمليات وکړه، خو علي پور په دې عملياتو کي بچ پاتي سو.

قومندان علي پور درې کاله وړاندي يوه ډله جوړه کړه او په دې وروستيو کي ئې په غور ولايت کي فعاليت کاوه.

په غور ولايت کي هم افغان ځواکونو د قومندان علي پور  د نيولو په موخه عمليات پيل کړي وه چي نوموړی ترې روغ ووتی. خو په عملياتو کي افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې وه.

پر شمشېر قومندان تورونه دي چي خپلسري وسلوال ئې ساتلی، خلګ ئې وژلي او چور او چپاول ئې کړی دی.

علي پور نن سهار د کابل لوېدیځ ته د قاضي کلا په سید اباد تمځي کي له فلینګوچ کوزېده چي ونیول سو.

د علي پور د نيول کېدو په غبرګون کي د کابل په لوېديځ کي ګڼ شمېر خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي او د نوموړي د خلاصون غوښتنه کوي. لاريون کونکي له دولته غواړي چي قومندان علي پور خوشي کړي.

 لاريون کونکو د پوليسو موټران او پوستو ته اور اچولی دی، چي په دې سره پوليسو د لاريون کونکو د تيت او پرک کولو په موخه هوايي ډزي کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د هزاره وګړو لاريون کونکو تر ۲۰ زيات پوليس ژوبل کړي دي.

 بل خوا د کابل په ګاونډ ميدان وردګو ولايت کي بيا خلګو د قومندان علي پور پر ضد لاريونونه پيل کړي دي او د حکومت دا ګام ئې ستايلی دی چي قومندان علي پور ئې ونيوی.

د ميدان وردګ په لاريون کي د نوموړي د محکمې غوښتنه کېدل او د هغه پر ضد شعارونه ورکول کېده، چي ګڼي ډېر ولسي وګړي ئې وژلي او ځورولي دي.