کور / راپور / امريکاد ممبۍ د بريدګرو پر سر پنځه مليونه ډالر انعام اېښی دی

امريکاد ممبۍ د بريدګرو پر سر پنځه مليونه ډالر انعام اېښی دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چي د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ په بريد کي ککړو کسانو ته تراوسه سزا نه ده ورکړل سوې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مکايک پومپيو ويلي دي، چي پاکستان تراوسه د هغه ترهګرو پر ضد عملي ګام نه دی اخيستی چي د هند په ممبۍ ايالت کي ئې بريدونه وکړل.

مايک پومپيو  پر پاکستان ږغ کړی دی، چي د هغه ترهګرو په نيولو کي مرسته وکړي کوم چي په ۲۰۰۸ کال کي ئې په ممبۍ کي بريدونه وکړه.

مايک پومپيو همداراز ويلي دي، چي ددې پېښي د طراحانو د مالومولو لپاره ئې پنځه مليونه ډالر انعام ټاکلی دی.

د هند په ممبۍ ايالت کي ټيک لس کاله وړاندي په همدې ورځ پاکستاني ترهګرو بريدونه وکړه چي ۱۶۶ کسان ئې ووژل او په لسګونو نور ئې ژوبل کړه.

هند وايي، دغه بريد په پاکستان کي لښکر طيبه ډلې پلان کړی وو.

د يادو بريدونو د قربانيانو په يادغونډه کي د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا هم وويل:”چي دوي په ځانګړي ډول په پاکستان او هغو ټولو هېوادونو غږ کوي چي د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا ژمنې عملي کړي او د لښکر طيبه او د هغوی سره اړوند کسانو باندي د ياد ترهګريز بريد په تړاو بندېزونه ولګوي”.

حافظ سعيد چي په يادو بريدونو کي ککړ پېژندل سوی دی، په پاکستان کي ازاد ګرځي او په تېرو انتخاباتو کي ئې د نوماند  په توګه ګډون هم کړی وو.

پاکستان د نړيوالو څارونکو له لوري يو ترهګر هيواد پېژندل سوی دی او د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کي د ترهګريزو بريدونو عاملين او پلانونکي کسان همدلته په پاکستان کي خوندي دي.