محسن داوړ: زموږ مشرانو ته که هره ستونزه پېښه سوه، پاکستاني رياست ئې ذمه وار دی

Aziz Rahman Hazim | نوومبر 28th, 2018


د پښتون ژغورني غورځنګ فعال غړی محسن داوړ وايي، چي د پي ټي ايم د مشرتابه کسانو ترمنځ هيڅ اختلاف نسته او دوی د خپلي مبارزې په ډګر کې غښتلې همږغي لري.

څو ورځي وړاندي د پاکستان رياستي ادارو يوه ګنګوسه خپره کړه، چي ګڼي د پي ټي ايم د مشرانو ترمنځ اختلافونه پيدا سوي دي او د هغوی امنيت ته ګواښونه پېښ سوي دي.

د پاکستان حکومت ويلي دي، چي د پي ټي ايم د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په رامنځ ته کېدو سره د منظور پښتين د وژلو خطر سته. خو په لر او بره پښتونخوا کي د پښتنو له لوري د پاکستان د رياست دا ډول اوازې يوه توطيه بلل سوې چي له مخي ئې پاکستاني استخبارات غواړي نوې لوبه وکړي.

همداراز د پي ټي ايم مشرانو دا اوازې رد کړې او دا ئې د غورځنګ پر وړاندي د تبليغاتو او پروپاګند يوه څپه وبلل.

محسن داوړ وايي، دوی په خپل منځ کي کوم اختلاف نه لري او دا د (خلايي مخلوق) لوري غلط مالومات خپرول دي ترڅو د غورځنګ په ليکو کي اندېښنې ايجاد کړي.

نوموړی وايي، که د غورځنګ مشرانو ته کومه ستونزه پېښه سوه، نو پړه به ئې د رياست پر غاړه وي.

له کومه راهيسي چي پاکستاني ریاست د پي ټي ايم د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو پروپاګند خپور کړی دی، پر ټويټر د منظور پښتين په پلوۍ (#WeSupportManzoorPashteen) (موږ د منظور پښتين ملاتړ کوو) هشټک کارول کېږي. چي د پي ټي ايم او د هغه د مشرتابه د ملاتړ اوازونه پکي اوچت سوي دي.

محسن داوړ چي د امريکا ږغ ډيوه راډيو سره ئې مرکه کړې ويلي، د پوليسو له لوري ددوی امنيت ته د ګواښ پېښېدلو خبرداری بالکل بې اساسه دی، د پي ټي ايم د مشرانو ترمنځ هيڅ ډول اختلافات نسته.

محسن داوړ پر ټويټر د خپل واده انځور خپور کړی، چي منظور پښتين ئې ترڅنګ ولاړ دی. داوړ دې انځور ته ليکي دي”د خلائي مخلوق او د هغو د پروپیگنډا د ډلې اروا ځورولو ته همدا بس ده.”

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان پخوانۍ مېرمني ريحام خان هم دغه انځور ته يو ټويټ کړی چي  “منظور پښتین ته له وروستيو گواښونو څخه معلومیږي چي پښتین یو شخص نه دی چي تاسو ئې له منځه يوسئ، پښتین یوه مفکوره ده او وژل کېدلای نه سي.”

Copyright Larawbar 2007-2024