کور / #PTM / راپور: طاهر داوړ له وژلو وړاندي سخت کړول سوی وو

راپور: طاهر داوړ له وژلو وړاندي سخت کړول سوی وو

د پښتون پوليس افسر طارهر داوړ د وژلو په تړاو يو تازه راپور وايي، چي هغه د څو وروځو لپاره وږی تږی ساتل سوی وو.

په راپور کي ويل سوي چي طاهر داوړ په ډېر ظالمانه شکل وهل سوی او  په همدې وهلو کي وژل سوی دی.

په راپور کي دا هم ويل سوي، چي د نوموړي پر بدن د مرميو نښي نه وې، بلکي د وهلو په زور وژل سوی دی.

خپاره سول او داسي ښکاري چي تر ربړوني او شکنجې وروسته وژل سوی دی.

طاهر داوړ چي د پوليسو په ليکه کي ئې د افسر په توګه دنده اجرا کول  د پښتون تحفظ مومنټ ( پي ټي ايم) سره ئې خواخوږي لرل او د هغوی غوښتني ئې قانوني بللې.

نوموړی د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي وسلوالو د ځان سره يووړ او د اکتوبر مياشتي په وروستيو کي ئې مړی د افغانستان په ننګرهار ولايت کي د ډيورنډ منحوسي کرښي ته څېرمه د پاکستاني پوځيانو د پوستې سره نږدې وموندل سو.

د داوړ پر وژنه ګڼو پښتنو مشرانو خواشيني څرګنده کړې ده او د نوموړي وژل ئې د پاکستاني استخباراتو کار بللی دی.

پاکستاني پوليس ادعا کوي چي طاهر داوړ په افغانستان کي وژل سوی دی، خو د نوموړي کورنۍ وايي چي داوړ په اکتوبر مياشت کي اسلام اباد ته ولاړی او هلته د نامالومه وسلوالو له لوري وتښتول سو. او څو ورځي وروسته ئې مېرمني ته د موبايل له لاري يو پېغام راغلی چي داوړ پکي ليکلي وو، زه د څه کار لپاره پنجاب ته راغلم، هرڅه سم دي، څو ورځي وروسته درځم.

د داوړ مېرمن وايي، چي نور کله چي به ده د کورنۍ سره د پېغام له لاري اړيکه نيول نو په اردو ژبه به ئې ليکل کول، خو په دې وروستي مسيج کي  انګرېزي ژبه ليکل سوې ده، چي دا خپله ددې ګواهي ورکوي چي دا پېغام طاهر داوړ نه دی ليکلی.

د طاهر داوړ کورنۍ وايي، دا څنګه کېدای سي، چي د پلازمېني اسلام اباد څخه دي يو کس وتښتول سي او بيا دي د افغانستان لوري کي ووژل سي، چيري چي د افغانستان لوري ته د تګ لپاره سختي امنيتي پوستې پلټني کوي.

د داوړ کورنۍ دا هم وايي، چي پوليسو ورته ويلي وه، نوموړی په اسلام اباد کي دی او هيڅ ډول ستونزه به ورته پېښه نه سي، خو وروسته ئې ولېدل چي داوړ شکنجه سوی او وژل سوی دی.