کور / راپور / خليلزاد: تمه لرو چي د ولسمشريزو ټاکنو وړاندي سوله وسي

خليلزاد: تمه لرو چي د ولسمشريزو ټاکنو وړاندي سوله وسي

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، د خبرو اترو له لاري د افغانستان د قضيې پر حلولو باندي  افغان دولت، طالبان او امريکا ټول يوه خوله دي.

نوموړي د پي بي ايس سره په مرکه کي ويلي دي چي د طالبانو په ګډون ټولي جنګي خواوي پر دې سلا سوي چي د افغانستان ستونزي د جګړې له لاري نه سي حلېدلای، دا قضيه سياسي حل غواړي.

نوموړي ويلي،”موږ باوري یو، چي د طالبانو په ګډون ټولي جنګي خواوې وايي چې له نظامي لاري حل ته نه‌ سي رسېدلای او افغان حکومت هم وايي چي یو سیاسي حل غواړي، نو موږ هم وايو چي سیاسي حل غواړو.”

نوموړي زیاته کړې چي ښه به داوي چي د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندي په افغانستان کي سوله راسي او ټولي خواوي پر يو سوله ايز تړون موافقه وکړي، تر څو طالبانو ته په راتلونکو ټاکنو کي د برخي اخيستلو موقع برابره سي.

خليلزاد پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي چي ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو سره د سولي لپاره ۱۲ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

همداراز ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د جينوا په کنفرانس کي وويل، چي دده حکومت طالبانو ته بې له کوم قيد اوشرطه د سولي وړانديز کړی دی.

په دې وروستيو کي د سولي په تړاو د تولو خواوو هلي ځلي خورا چټکي سوي دي او عام افغانان دې هڅو ته خوشبين دي.