کور / اسلامي / د زړه ماتول او د هغه درملنه!

د زړه ماتول او د هغه درملنه!

ليکنه: عبدالله وردک

 انګلستان – دسمبر- ۲۰۱۸

 ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

د زړه ماتول، یوه ډېره پېچلې موضوع ده، چې هغه ښې هر اړخیزې، څېړنې ته اړتیا لري. کنه، کېدای شي چې د زړه ماتول، د نورو شیانو سره غلط، او اشتباه شي.

غواړم، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، هغه څه ولیکم، چې د زما په نیمګړي ذهن کې راګرځي. زه له ټولو لوستونکو، او په ځانګړي توګه، له دیني عالمانو څخه هیله کوم، چې زما لیکنه، د اسلام په رڼا کې ښه په غور سره ولولي، او هغه ښه تحلیل کړي، او د هغو نیمګړتیاوې، ما ته د زما د ایمل پذریعه، راپه ګوته کړي!

د یادولو وړ ده، چې د هر مسلمان وظیفه ده، چې یوه چاته په ډېره ښه توګه، د اسلام په رڼا کې، لومړی نصیحت وکړي، او هغه خپلې اشتباه ته په ډېره ښه توګه متوجه کړي. دا پدې معنا، چې په دغه لاندې ټولو حالتونو کې، به تر ټولو لومړی، هغوی ته په ډېره نرمه لهجه او ښه توګه سره د دغه کارونو، د نه کولو نصیحت په وار وار، تر سره شوی وي. اما، هغوی به بیا هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

الف: دغه لاندې زړونه باید مات شي!

۱- کله چې یو سړی، هر وخت په هر مجلس کې، ټولې خبرې د اسلام په ضد کوي، او د هغه کوښښ، شپه او ورځ، همدا وي، چې د ځینو مسلمانانو، کړه او وړه، په وار وار، په خپلو بنډارونو کې بد یاد کړي، چې تر څو د اسلام څخه، د خلکو زړونه تور کړي. هېره د نه وي، چې د دغه شانته سړي، اصلي هدف، د مسلمانانو بد نامول وي. نو که چېرې د دغه شانته سړي مخه ونیوله شي، نو دغه ته زما په نیمګړي فکر سره، د زړه ماتول نه وایي، او دغه کار حتمي باید تر سره شي.

۲- که د یوه چا د کورنۍ مشر، خدای مکړه، هر وخت د منکر څخه ملاتړي کوي، او په هغه هېڅ نوعه نصیحت کار نکوي. نو پدې صورت کې، که د کورنۍ کوم بل غړی په سمه توګه، د هغه مخنیوی وکړي، نو ګمان نکوم، چې دلته به هم د زړه ماتونه شوې وي.

۳- کله کله داسې هم واقع کیږي، چې یو ډېر نیږدې ملګری او دوست، له تا څخه د غیر قانوني کار، د کولو غوښتنه کوي، او که چېرې، د هغوی سوال ته، د رد ځواب ورکړل شي، نو بیا به هغه مړی او ژوندی درسره بند کړي. نو پدغه حالتونو کې باید ځان ډېر کلک کړو، او دغه ته هم د زړه ماتول نه وایي، او دغه کار باید همداسې تر سره شي.

۴- یوه نجلۍ، او یا هلک، د یوه چا څخه غواړي، چې د پټې یارانه ورسره وکړي، نو که چېرې، هغوی ته د رد ځواب ورکړل شي. نو دغې ته هم د زړه ماتول نه ویل کیږي، او دغه په حقیقت کې یو اسلامي کار دی، چې حتمي همدغه شانته وشي.

۵- یو نیږدې ملګری، درته وایي، چې ته ماته یو مقدار روپۍ، د بانک له لارې راولېږه، تر څو زه حکومت ته ووایم، چې دغه روپۍ ماته خپل ملګري، قرض راکړې، یعنې، دروغ او دوکه واقع شي. که چېرې دغسې ونکړې، نو شاید فکر وکړې، چې د ملګري، زړه د مات کړی. نه داسې نده. دغه زړه باید مات شي، او هغې ته باید په ښه توګه واضح شي، چې له دغه غلطو غوښتنو څخه صرف نظر وکړي.

۶ – یو ملګری درته وایي، چې زما په غلط کار کې ملاتړي وکړه، او تا ته معلومه وي، چې هغه په غلطه دی. نو هغو ته باید په زغرده، د رد ځواب ورکړل شي، او دغه ته هم د زړه ماتول نه وایي.

۷- یو ملګري له تا غواړي، چې د هغې د ګټې په خاطر، د هغو دپاره د دروغو شاهدي ووایه، او ته هغه ته د رد ځواب ورکړې. نو دغې ته هم د زړه ماتونه نه وایي، او دغه کار باید حتمي همدغه شانته وشي.

۸- که یو زوی او یا یوه لور په خپل واده کې در څخه ساز او موسیقي غواړي، نو د هغوی دغه غوښتنه باید ونه منل شي، او هغوی ته په ښه توګه، د اسلام په رڼا کې قناعت ورکړل شي، او دغې ته هم د زړه ماتونه نه وایي.

د یادولو وړ ده، چې الحمدالله، نن سبا، ځینې زامن او لوڼې، د دوی تر میندو او پلرونو، ډېر تکړه مسلمانان دي، او په ځینو ځایو کې همدغه زامن او لوڼې، د ناروا شیانو مخنیوی کوي. نو الله(ج) د وکړي، چې د دغه شانته زامنو او لوڼو شمېره زیاته شي. آمین

 ۹- یو زوی او یا یوه لور د ستا څخه غوښتنه کوي، چې د هغوی دپاره د هغوی د پیدایښت د ورځې جشن ونیسې. نو که هغوی ته په سمه توګه، د رد ځواب ورکړل شي، نو دغه ته د زړه ماتول نه وایي.

۱۰- که یو څوک له تا څخه وغواړي، چې په هغو ودونو کې برخه ورسره واخله، چې هلته نر او ښځې په ګډه یو ځای کیني، او که چېرې دغه غوښتنې ته، د رد ځواب وویل شي، نو دغه ته هم د زړه ماتول نه وایي.

د یادولو وړ ده، چې که په یوه واده کې ساز وي، نو دا به ډېره بهتره وي، چې خلکو ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شي، نو بیا به هغه وروڼه او خویندې، پخپله تصمیم نیسي، چې برخه واخلي، او کنه؟.

هېره د نه وي، چې ځینې تکړه تکړه، وروڼه او خویندې، هم پدغه امتحان کې پاته راځي. ځینې خو یوازې د نورو خلکو په ضعیفو نقطو پسې، پښې لوڅې کړې وي، او چې کله یې خپل نوبت راشي، نو بیا په سره اشاره، په ډېره آسانۍ سره تېریږي، او بیا ډول ډول بهانې، د خپل کار د سرته رسولو دپاره لټوي.

د یادولو وړ ده، چې کېدای شي، ځینې لوستونکي، دغسې فکر وکړي، چې دغه پورتني حالتونه، ټول په وار وار، د دیني عالمانو پواسطه تشریح شویدي. هو! زه ورسره موافق یم، او بس.

ب : دغه لاندې زړونه باید مات نشي!

۱- کله چې یو پلار او مور، د اسلام په رڼا کې، د خپل اولاد دپاره، شپه او ورځ ډېر زحمت ګالي، او د هغو د هوساینې دپاره، هر ډول آسانتیاوې، او حلاله روزي پیدا کوي. کله چې همدغه پلار او مور زاړه شي، نو اولادونه یې، بیا ورته ووایي، چې تاسې مونږ ته هېڅ ندي کړي، او د دوی په هکله، لازمه پاملرنه نکوي. نو د اولادونو، دغه شانته خبرې، په ریښتیا سره، د پلار او مور له مهربانۍ ډک زړونه ماتوي، او دغه شانته زړونه باید په هېڅ وخت کې مات نشي.

۲- ته یوه چا ته په زړه کې ډېر احترام لرې، او د هغه په هکله هر وخت د اسلام په رڼا کې، ښه فکر کوې، او د هغې هر وخت ښه غواړې. لیکن، هغه متأسفانه داسې فکر وکړي، چې ته هغه ته کومه دنیوي طمعه لرې. نو پدغه صورت کې په ریښتیا سره، د سړي زړه ماتېږي، او دغه شانته زړونه، باید مات نشي.

۳- ته یو څوک، د یوه کار کولو ته، پدې خاطر دعوت او تشویق کوې، چې هغه په آخرت کې د ډېرو اجرونو خاوند شي. اما، هغه یو وخت درته ووایي، چې تا خو زه استعمال کړم. یا په بل عبارت، د ستا نیت، د هغو د آخرت جوړول وي، او ته هغه ته هر وخت د نېکو کارونو بلنه ورکوې. لیکن، هغه بیا کوم وخت درته ووایي، چې تا خو هغه د خپل مطلب دپاره استعمال کړی و. نو دلته هم په ریښتیا سره، د زړه ماتونه صورت نیسي.

۴- زما یوه ملګری، داسې کیسه راته کوله. دغه ملګري، هر وخت د خپل ورور سره، په منظمه توګه مالي مرسته کوله. کله چې هغه یو وخت د اوړي په رخصتۍ کې له بهرني ملک څخه وطن ته تللی و، نو یوه ورځ یې خپل ورور، ورته ویلي و، چې وروره! ته ماته د خپلې مځکې د برخې، ابراء خط راکړه. نو زما د دغه ملګري زړه په ریښتیا سره مات شوی و. دغه زما ملګری، دومره خفه و، چې اندازه یې نه لرله. هغو ویل، چې مځکه خو بې له ابراء خط څخه هم د هغه د ورور ته پاته وه.

۵ – یو څوک په چا پسې یو دروغ او یا یو بهتان وتړي، او یا یو څوک په ناحقه د یوه کار په کولو متهم کړي. نو پدغه صورت کې هم ډېره سخته زړه ماتونه شوېده، چې باید دغه کار ونشي.

۴- فرض کړه، چې یو څوک له یوه خپل ملګري سره،  د الله(ج) په خاطر مالي کمک کوي، او وروسته معلومه شي، چې هغوی دغه کمک، په غلطو لارو مصرف کړی وي. نو دغه شانته کار هم په ریښتیا سره، زړه ماتوي، او باید دغسې ونشي.

۵- یوې ښځې هر وخت د خپل مېړه، عزت او مال ته ډېره پاملرنه کړې وي، او له خپل مېړه سره یې ټولې سختې شپې او ورځې تېرې کړې وي. خو کله چې مېړه یې د یو څو روپیو څښتن شي، نو بیا ژر تر ژره بله ښځه کوي، او د لومړنۍ ښځې زړه په ریښتیا سره ډېر سخت ماتوي، او داسې باید ونشي. کوښښ وشي، چې دغه ښې شپې او ورځې هم له لومړنۍ ښځې سره تېرې شي.

همدارنګه، که یو مېړه، شپه او ورځ حلال کار کوي، او بیا چې لږ شانته له کاره ولوېږي، او یا الله(ج) مکړه، معیوب شي، نو بیا یې دغه لومړنۍ ښځه، خبره نه مني، او بیا حتٰی هغه غواړي، چې د طلاق غوښتنه وکړي. نو دغه د ښځې کار هم د مېړه زړه ماتوي، چې باید مات نشي.

۶ – کله کله خو داسې هم واقع کېږي، چې مېړه ته، د خپلې میرمنې له طرفه، د میراث په ډول ډېر مال لاسته ورشي. نو که چېرې، همدغه مېړه، بیا د خپلې مېرمنې دولت، د هغه پر ضد استعمال کړي، نو دغه خو ډېر بد کار دی، او دغې ته هم د زړه ماتونه وایي، چې باید ونشي.

۷ – ځینې زامن چې کله ودونه وکړي، نو دوی بیا خپل اصلي پلار، مور، خویندې، او وروڼه، هېر کړي، او د دوی ځای، د هغو خسر، خواښیې، ښمینې، او اخښي، ونیسي. نو دغه هم زړونه ماتوي. هېره د نه وي، چې د خسر، خواښیې، او نورو دوستانو حق معلوم دی، او هغه باید ورکړل شي، او پلار او مور باید د زوی پدغه کار خوښحاله شي، او هرچا ته باید خپل حق ورکړل شي.

د مات زړه درملنه:

مات زړونه یوازې او یوازې، په صادقانه معذرت غوښتلو سره، تداوي کېدای شي. که څوک غواړي، چې مات زړونه، تداوي کړي، نو هغه باید د مات زړه له نفره، د زړه له کومي بښنه وغواړي، او په ریښتیا سره، تعهد وکړي، چې بیا به د هغه زړه نه ماتوي.

که خدای مکړه، یوه چا پر بل پسې دروغ او بهتان تړلی وي، نو دغه نفر باید، هغو بل سړي ته په ښه واضح توګه، خپل جرم په ګوته کړي، او هغو ته ووایي، چې ما په تا پسې دغه دروغ او بهتان تړلی و. نو بیا له هغو څخه د زړه له کومي بښنه وغواړي. داسې ونشي، چې دغه نفر ته ورشي، او ورته ووایي، چې زه حج یا عمرې ته ځم، او که له ما څخه کومه غلطي شوې وي، نو ماته بښنه وکړه. حال داچې، هغه بل سړی، له دغه دروغو او بهتان څخه خبر نلري، چې هغه د بهتان تړلو نفر ته وې، او هغه تاته ووایي، چې ما بښلی یې. نو دغه شانته بښنه، دغه دروغ او بهتان ویونکی سړی، نه شي بښلای. دغه سړی باید هغه ته ټول حقیقت په سمه توګه ووایي، او بیا که چېرې، هغه ته بښنه وشي، نو کېدای شي، دغه بښنه، د الله(ج) په نزد قبوله شي.

د یادولو وړ ده، چې الحمدالله، زه له خپل غریبانه ژوند څخه، تر دغه لحظې پورې ډېر خوښحاله یم، او الله(ج) د وکړي، چې یو څوک داسې فکر ونکړي، چې زه د خپل زړه بړاس وباسم. نه، داسې نده، او دا پدې خاطر ذکر کوم، چې زما کورنۍ له دغه لیکنې څخه خبره نده، نو باید زه دغه نقطه ښه واضح کړم.

غواړم، یوې بلې نقطې ته هم اشاره وکړم، چې کوښښ وکړئ، چې خپل خواړه په ښو خلکو وخورئ. دغسې ونشي، چې حقیقي ملګري، یوازې د شوتلو د پنډو، دپاره وکارول شي، او مزې او چړچې بیا نور وکړي.

د پام وړ ټکي:

راځئ، په ګډه لاسونه پورته کړو، او دعا وکړو، چې الله(ج) د مونږه ته دا توفیق نه راکوي، چې په ناحقه ډول، د خلکو زړونه مات کړو. همدارنګه، الله(ج)، د مونږه ټولو ته دا توفیق را په برخه کړي، چې د الله(ج) د دین، په سمه اسلامي توګه، مرسته وکړو.

په پای کې یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام عبدالله وردک.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com