کور / راپور / روسيه: د افغانستان خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لرو

روسيه: د افغانستان خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لرو

مسکو وايي، روسيه د افغانستان خپلواکي ته درناوی لري او هيڅ داسي هڅه نه کوي چي د افغانستان په کورنيو چارو کي د لاسوهني مانا دي ولري.

دا څرګندوني د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندي ماريا زاخارووا د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب د هغه څرګندونو په ځواب کي کړي دي چي ويلي ئې وه، افغانستان په هغه کنفرانسونو کي ګډون نه کوي چي د دغه هيواد خپلواکۍته پکي د شک په سترګه کتل کېږي.

حمدالله محب د شمشاد ټلويزون سره په مرکه کي ويلي وه، چي افغانستان حکومت ځکه د مسکو فارمټ غونډي ته رسميت ورنه کړ، چي پکي د افغانستان خپلواکی ته د شک په سترګه کتل کېږي.

نوموړي ويلي وه: “هره هغه پروسه چې په هغه کي د افغانستان مالکیت نه وي او د افغانستان استقلالیت ته شک متوجې کوي، موږ په هغه کي  اشتراک نه کوو، موږ باید د غونډې کوربانه وای.”

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندي زاخارووا وايي،  “هغه څه چي د يو  هېواد خپلواکي له شک سره مخامخ کوي، د روسیې په فدراسیون کې نسته، هغوی ( افغان حکومت) باید د دې ځواب موندلو لپاره بلي زاويې ته متوجې سي”.

د هغې په خبره، د مسکو فارمټ غونډه کي د افغانستان استازي د د نورو ګډون کونکو په څېر  مساوي موقع ورکول سوې وه.

د مسکو غونډه چي د نومبر مياشتي پر ۹ نېټه جوړه سوې وه د ۱۲ هيوادونو د استازو په شمول طالب استازو هم ګډون پکي کړی وو.

دا غونډه چي د روسيې په هڅو جوړه سوې وه د افغان حکومت له لوري په رسمي بڼه کوم استازی نه وو ورلېږل سوی. د مسکو په غونډه کي د افغان دولت له لوري د سولي د عالي شورا يو ټيټ پوړی استازي ګډون کړی وو.

امريکا هم د مسکو په غونډه کي د څارونکي په توګه  خپل  يو ډيپلوماټ ورلېږلی وو.