کور / د ډيورنډ کرښه / منظور پښتين: پښتنوځوانانو ! له قبايلت څخه لاس واخلئ او يو پښتون ملت شئ

منظور پښتين: پښتنوځوانانو ! له قبايلت څخه لاس واخلئ او يو پښتون ملت شئ

ثناالله وحيد

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين يه يوې نوې او تازه ويډيو کې پر پښتنوځوانانو ‏غږ کړى چې له قبايلت څخه لاس واخلئ او يو پښتون ملت شئ .

‏( زه يو سوال خپلو پښتنو ځوانانو ته کوم ، اى پښتنو ځوانانو! له قبايلت نه ووځئ ،د قبيلو نه ‏ووځئ ،پښتانه شئ ،ملت جوړ شئ ،تاسې خو يو ملت خو يوځل شئ هم ، زه وايم هم ، زما زړه ‏کيږي ،چې چيرته ټول پښتانه يوځل راټول شوى واى ،او خبره موسره کړاى واى چې يو مياشت ‏لپاره به اتفاق وکړو د ملت په توگه ، دهېڅ شي په توگه هم نه ،ولاکه د پښتنو دملت جوړيدو لپاره ‏د پي ټي يم نه هم دلرې کيدو وخت راځي هغه به هم کوو خو چې قوم يو وي ، ملت يو وي دهغه ‏دپاره خو مونږ هرشي ته تيار يو، نوتاسې ملت جوړشئ ما ويل چې چيرته به راټول شو او داسې ‏واى چې د يومياشت لپاره به اتفاق ووکو که خوند يې نه وو بيرته بيا سره خواره شو ان شا الله ‏داسې يو پروگرام به هم سره جوړوو تاسو خو بياهم درته وايم قبايلي سوچ ، قبايلت ، ما که ‏څوک په قبايلي باندې سيپورټ کوي زه درته وايم ما مه سپورټ کوئ په قبايلت باندې ،ما که ‏څوک په دې باندې سپورټ کوي چې يا زما د خېل دى ، يا زما د وزيرستان يا قام ‏

ما په پښتونوالۍ باندې سپورټ کړئ ما نه ، پي ټي يم درته يادوم دا خو مې دځان خبره وکړه ‏چې زما نام زيات استعماليږي ، پي ټي يم قطعا په قبايلت يا قبايلي سوچ باندې مه سپورت کوئ ‏

په ملت جوړشئ دغه ( پي ټي يم) په پښتون ملت سپورت کړئ مونږ او تاسې په لويه کې پښتانه ‏يو بيا لاندې قبيلې يو ان شاالله که يو ځل پښتون جوړ شو بيا به قبيلې جوړې وي قبيلې نه ورک ‏کيږي چې پښتون جوړ شي که پښتون نه وي جوړ شوى ولا يوه قبيله نه شي جوړيداى داکيسه ‏په ذهن کې وساتئ )‏