په کندهار کي د لاسي صنايعو لپاره نندارتون پرانيستل سو

Aziz Rahman Hazim | دسمبر 1st, 2018


د شنبې په ورځ په کندهار ولايت کي د لاسي صنايعو اړوند نندارتون د مرستيال والي عبدالحنان منيب لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو چي پرمهال يې له مرکز څخه راغلي پلاوي، يو شمېر ډيپلوماټانو، صنعت کارانو، تجارانو، مدني فعالانو، ځوانانو، مېرمنو او د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو ګډون کړی وو .

لومړی د سوداګرۍ او صنايعو رياست رئيس وويل : دغه نندارتون د دوو ورځو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو وزارت لخوا جوړ سوی دی، چي موخه يې د صنعت په برخه کي د اولس پوهاوی او ترڅنګ يې د هغوئ محصولاتو ته بازار پيدا کول دي .

په دغه مراسمو کي مرستيال والي عبدالحنان منيب د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت څخه مننه وکړه چي په کندهار ولايت کي يې دغه نندارتون جوړ کړی، هغه زياته کړه : دغه ډول نندارتونونه د تجارانو لپاره زيات ګټور تمامېږي .

نوموړي وويل : د تجارانو او صنعت کارانو لپاره بايد اساسي کارونه وسي او يوه منظمه پاليسي ورته جوړه سي ترڅو هغوئ د دغه پاليسۍ سره سم خپلو روانو چارو ته دوام ورکړي او د دغي لاري خپل اقتصاد پياوړی کړي .

ښاغلي منيب له مرکزي ادارې او يوشمېر خارجي ډيپلوماټانو څخه غوښتنه وکړه چي په کندهار ولايت کي د مېرمنو لپاره د لاسي صنايعو مرکز جوړ کړي ترڅو د دغه مرکز له لاري هغوئ خپلي اړتياوي پوره کړي، همدارنګه يې له هغوئ څخه وغوښتل ترڅو د صنعت کارانو محصولاتو ته نړيوال بازارونه هم پيدا کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024