کور / #PTM / پاکستاني پوليسو د پي ټي ايم غړي نيولي، پر ضد ئې نن په بنو کي ستر لاريون کېدونکی دی

پاکستاني پوليسو د پي ټي ايم غړي نيولي، پر ضد ئې نن په بنو کي ستر لاريون کېدونکی دی

پاکستاني پوليسو شاوخوا يوه مياشت وړاندي د پښتون ژغورني فعال غړی ولايت شاه اپرېدی نيولی دی او تردا مهاله د کوهاټ په مرکزي زندان کي بندي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چي هغه د دوی د تحریک فعال غړی دی او د دوی د ملاتړ په تور نیول سوی دي.

 منظور پښتین دوې ورځې وړاندې د ټولنیزو رسنیو له لارې خبرداری ورکړی وو، چي که ولایت شاه اپریدی خوشي نه سو، نو دوی به په کوهاټ سیمه کي احتجاجي ناسته پیل کړي.

تېره ورځ  د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼ شمېر پلویان د کوهاټ زندان مخې ته ورټول سوي وه او د ولایت شاه اپریدي د را خوشي کېدو لپاره ئې احتجاج کاوه،  خو پولیسو ئې د نیولو هڅه وکړه او د  غورځنګ ګڼ شمېر کسان ئې ونیول او د دوی پر ضد ئې مقدمه درج کړه.

په نيول سويو کسانو کي د غورځنګ د فعالو غړو عبدالله ننګیال، احمد عباس او شفیع ترین په ګډون د دوولسو کسانو پر ضد د لومړني تحقيقاتو راپور ( ايف آي آر) ثبت سوی دی.

عبدالله ننګیال تر نیول کېدو مخکې د احتجاج له کمپه په یوه ویډیو کي  ویلي وه:

“موږ به د کوهاټ د مرکزي زندان مخ ته د ولايت شاه اپرېدي د زنداني کېدلو او نورو غيرقانوني ګرفتاريو پر ضد پرلت وهو، په دې زندان کي په سلګونو لارکه کسان زنداني سوي دي، زموږ غوښتنه داده چي دوی ته انصاف ورکړل سي “.

منظور پښتين د پاکستاني پوليسو له لوري تازه نيوني په کلکه غندلي دي او نن ماپښین ئې د پښتونخوا په بنو ښار کي د لاريون اعلان کړی دی.

د ولايت شاه او د غورځنګ د نورو پلويانو نيول د پاکستاني پوليسو او استخباراتو له لوري ددې هڅه ده چي ددې غورځنګ فعاليتونه کنګل کړي.

خو د همدې غورځنګ د مشرانو ارادو او  ورسره د پښتون اولس  ملاتړ ته په کتو داسي برېښي چي دا غورځنګ اوس په يو مفکوره بدلېدونکی دی.

د کارپوهانو په خبره، د غورځنګ اهداف او موخي د هر پښتون د زړه اواز دی او دا اواز اوس په سيمه کي په يو مفکوره بدل سوی دی.

پښتون ژغورني غورځنګ  د لادرکه پښتنو موندلو، د هغه کسانو محاکمه کولو چي په پښتني سيمو کي ئې عاموژنه کړې او د خپلو حقونو د دفاع په خاطر اواز اوچت کړی دی او غواړي چي پښتنو ته تعليم او پرمختګ چانسونه برابر کړي.