د کندهار مرستيال والي:  د کندهاري اولس همکاري د ښاروالۍ رياست سره د ستايني وړ ده

Aziz Rahman Hazim | دسمبر 3rd, 2018


 د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب يوشمېر راغلو ښاروالانو ته په مطالعاتي غونډه کي وويل، چي د کندهار د ښاروالي سره د اولس همکاري د ښار په نظافت او ودانولو کي ډېره مرسته کړې ده.

په دغه غونډه کي د ښارواليو معين عبدالباقي پوپل او د يوشمېر ولايتونو ښاروالانو، د ولايتي شورا رئيس او ګڼ شمېر قومي او اولسي مشرانو او د ولسواليو ښاروالانو ګډون کړی وو .

په پيل کي د کندهار سرپرست ښاروال د نورو ولايتونو څخه راغلو ښاروالانو ته ښه راغلاست ووايه او له هغوی څخه يې مننه وکړه چي کندهار ولايت ته يې سفر کړی او د دغه ولايت د ښاروالۍ له چارو څخه ليدنه کوي .

ښاغلي رضايي د کندهار د روانو او بشپړو سوو پروژو په اړه له هغوئ سره معلومات شريک کړه او ويې ويل چي دغه پروژې د ښاروالۍ، مؤسساتو او تشويقي بوديجې په مرسته او پنډ بشپړي سوي او رواني دي .

په دغه غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب دا ډول مطالعاتي پروګرامونه اړين او ګټور وبلل او ويې ويل په دغه پروګرامونو کي د تجريبو ترڅنګ اتحاد او اتفاق نور هم په وجود راځي او همدارنګه يې د دا ډول پروګرامونو د زياتېدو غوښتنه وکړه .

نوموړي د کندهاري اولس همکارۍ د ښاروالۍ رياست سره د ستايني وړ وبللې او زياته يې کړه چي همدا کندهاري اولس هر وخت د ولايتي ادارې سره پوره او هر اړخيزه همکارۍ کړي چي په دغه همکاريو سره يې په کندهار کي پروژې په ښه ډول تطبيق سوي دي .

هغه د کندهار ښاروالۍ د پرمختګ راز د هغه د ټيم ترمنځ ښه همږغي، په متوازن شکل ټولو ښاريانو ته ښه خدمات او د پروژو د ډيزاين پروخت د ځانګړي کميسيون جوړېدل او د غړو نظرونه يې اورېدل وبلل، همدارنګه هغه وويل : په دغه رازونو سره د کندهار ښاروالۍ د پرمختګ ترڅنګ په عوايدو کي هم زياتوالی راغلی دی .

ښاغلي منيب د مرکزي ادارې څخه په کندهار ښار کي د کاناليزاسيون د سيسټم د جوړېدو غوښتنه هم وکړه چي په دغه سيسټم سره به په باراني موسمونو کي د کندهار اوسېدونکي له ستونزو څخه خوندي وي .

د ښارواليو معين عبدالباقي پوپل د کندهار ښاروالۍ رواني چاري ښه و ارزولې او د ولايتي ادارې څخه يې مننه وکړه چي په هره برخه کي يې له دغه رياست سره همکاري کړې ده .

نوموړي وويل : پلان لرو چي په کندهار ولايت کي د مهاجرينو لپاره هم ځانګړي پروژې پلي کړو ترڅو هغوئ ته په دغه پروژو سره اسانتياوي رامنځته سي، همدارنګه هغه د دوو لويو پروژو يادونه هم وکړه چي يوه يې اولس ته د کار کولو زمينه مساعده ول او بله يې د سرمايه ګذارۍ په برخه کي دي چي پنډ به يې د نړيوال بانک لخوا ورکول کېږي .

په غونډه کي د ولايتي شورا رئيس، د يو شمېر ولايتونو ښاروالانو او قومي مشرانو هم ويناوي وکړې، همدارنګه قومي مشرانو د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب هڅي وستايلې او په چارو کي يې ورته د برياليتوبونو غوښتنه هم وکړه .

Copyright Larawbar 2007-2024