کور / اقتصادي / د کندهار مرستيال والي : کندهار او هرات ولايتونه په خپل منځ کي ګډ مشترکات لري چي د هغه پر اساس له يو او بل سره هر اړخيزه همکاري کولای سي

د کندهار مرستيال والي : کندهار او هرات ولايتونه په خپل منځ کي ګډ مشترکات لري چي د هغه پر اساس له يو او بل سره هر اړخيزه همکاري کولای سي

دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په ولايت مقام کي وکړې چي پرمهال يې، د جمهوري رياست د چارو له ادارې څخه راغلي پلاوي، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو، قومي او اولسي مشرانو، د کندهار پوهنتون استادانو او محصلينو، د مدني ټولنو استازو او غړو، تجارانو او ځوانانو ګډون کړی وو .

د غونډي په پيل کي مرستیال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل : کندهار او هرات ولايتونه په خپل منځ کي ګډ مشترکات لري چي د هغه پر اساس کولای سي له يو او بل سره په بېلابېلو برخو کي هر اړخيزه همکاري وکړي .

مرستيال او سرپرست والي وويل : د کندهار او هرات ولايتونو ترمنځ به کېدونکی تفاهم د دواړو ولايتونو په اړيکو کي لا پراخوالی راولي او په واسطه سره به يې د نوموړو ولايتونو د تجارت ترڅنګ په تعليمي، کلتوري، اقتصادي او ټولنيزو برخو کي اسانتياوي رامنځته او د سيمو د اوسېدنکو لپاره به مؤثري او ګټوري تمام سي .

همدارنګه ښاغلي منيب د ټولو مدني ټولنو له استازو او مسؤلينو، قومي او اولسي مشرانو او ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چي د دغه تفاهم اړوند له ولايتي ادارې او راغلي پلاوي سره خپل نظرونه شريک کړئ ترڅو په دغه تفاهم کي ځاي پر ځاي او د اولس په ګټه تمام سي .

په غونډه کي له مرکز څخه راغلي پلاوي ټولو ګډونوالو ته وويل : دغه تفاهم چي د کندهار او هرات ولايتونو ترمنځ کېدونکی دی د رئيس صاحب جمهور په ځانګړې پاملرنه سره ترسره کېږي، نوموړو زياته کړه : د دغه تفاهم په لاسليکولو سره به دواړه ولايتونه په بېلابېلو برخو کي د هر اړخيزه همکاريو څخه برخمن سي .

وروسته ټولو ګډونوالو د کندهار او هرات ولايتونو ترمنځ د کېدونکي تفاهم اړوند خوښي وښودل او په دغه برخه کي يې خپل نظريات او پشنهادونه له ولايتي ادارې او راغلي پلاوي سره شريک کړه .